تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سمنګان ولایت د فیروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې د پراختیا قرارداد لاسلیک کړی، چې د هېواد په صنعتي سکتور کې یو مهمه پانګونه بلل کېږي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت دا قرارداد د پنجشنبې په ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د ایبک سمنټو شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د قرارداد له مخې، شرکت به د تولیدېدونکو سمنټو د هر ټن په بدل کې حکومت ته ۲۰۰ افغانۍ امتیاز (رویالټي) ورکوي. دغه پروژه د ۳۰ کلونو لپاره شرکت ته سپارل شوې، خو د دې مودې دوام به د افغانستان د کانونو د قوانینو، مقرراتو او د قرارداد د شرایطو له پلي کېدو سره تړلی وي.
د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې هدایتالله بدري وویل چې دا پروژه به شاوخوا ۶۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه چې شرکت ژمنه کړې د قرارداد د مودې په ترڅ کې به کابو یو میلیون ډالر په ټولنیزو پراختیایي پروګرامونو کې ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د سمنټو دا فابریکه به هره ورځ د ۱۲۰۰ ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.
دا پروژه د هغو پراخو هڅو برخه ده چې موخه یې د افغانستان د کانونو او صنعتي سکټورونو لپاره د پانګونې راجلبول او د کورني تولید د ظرفیت لوړول دي.