تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) قزاقستان په رسمي ډول د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخو (SDGs) د سیمهییز مرکز د جوړېدو طرحه تصویب کړه. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د جون په ۱۷مه د دې مرکز د جوړېدو د هوکړې د توشیح قانون لاسلیک کړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په وینا، دغه قانون د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه تفاهملیک تاییدوي چې د یاد مرکز د جوړېدو لپاره لاسلیک شوی و.
د کوربه هېواد هوکړهلیک د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د ولسمشر توقایف او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش ترمنځ لاسلیک شوی و.
د قزاقستان د مشرانو جرګې غړې بیبيګل ژېکسنبای د جون په ۱۱مه د دې قانون د وړاندې کولو په وخت وویل:
«دغه مرکز د قزاقستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه په الماتا کې به یې جوړېدل زموږ د ښار نړیوال حیثیت د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ او سوداګرۍ د مهم مرکز په توګه لا پیاوړی کړي.»
هغې زیاته کړه چې دا ګام به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو او ګټو د مطرح کولو فرصتونه زیات کړي، د نړیوالو ادارو په سیستم کې به د قزاقستاني متخصصانو ونډه پراخه کړي او د هغوی مسلکي وړتیاوې به لوړې کړي.
د تفاهملیک له مخې، قزاقستان به د کوربه هېواد په توګه له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کال پورې هر کال ۳ میلیون ډالر مرسته برابروي.
د نوموړې په وینا، دغه بودجه به د مرکز لپاره د عصري تجهیزاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) زیربناوو، مخابراتي سیستمونو او د مرکز د ورځنیو عملیاتي لګښتونو د تمویل لپاره وکارول شي.
دا به د ملګرو ملتونو لومړنی سیمهییز مرکز وي چې په ځانګړي ډول د دوامدارې پراختیا د هدفونو د پلي کېدو لپاره په منځنۍ اسیا او افغانستان تمرکز کوي.