تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوړ رتبه چارواکو د هېواد د له مشهور څېړونکي، تاریخپوه او لیکوال استاد حبیبالله رفیع سره وکتل.
دوی د استاد حبیب الله رفیعکور ته لاړل ترڅو د هغه د علمي او کلتوري خدماتو ستاینه وکړي او هغه ته د درناوي پګړۍ ور په سر کړي.
د یاد وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي، د فرهنګ او هنرونو مرستیال وزیر مولوي عتیق الله عزیزي، د وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمتآلله عواني، د ډلهییزو رسنیو د څارنې ریس مولوي صفیالله راید او د عامه اړیکو او ویاند، خبیب غفران په دې ډله کې شامل وو.
اطلاعاتو او کلتور وزارت هېواد ته د بېرته راستنېدو برخه کې د استاد راتګ ته خوښ او زیاته یې کړه چې، ارزښتناک خدمتونه د ډېرې ستاینې وړ دي.
دغه وزارت د استاد رفیع د چاپي اثارو او نورو څېړنو په برخه کې له هغه خپل ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې ورکړ چې، په دې برخه کې به همکاري وکړي.
مهاجر فراهي هم خپل یو شمېر اثار او یو شمېر نور علمي اثار د استاد حبیبالله رفیع ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړل.
د دې غونډې په جریان کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالانو استاد حبیبالله رفیع ته د هغه د علمي، کلتوري او څېړنیزو خدماتو په ستاینې سره د افتخار پګړۍ ور په سر کړه.
د یادولو ده چې استاد رفیح څلور کاله وروسته له کاناډا څخه خپل هېواد ته راستون شو.