Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو هم د ټولنیزو رسنیو کارولو لپاره عمر ۱۵ کاله...

متحده عربي اماراتو هم د ټولنیزو رسنیو کارولو لپاره عمر ۱۵ کاله وټاکه

تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله ټاکلی.

په دې سره متحده عرب امارات لومړنی عربي هېواد شو چې، د ماشومانو د انلاین فعالیتونو د محدودولو لپاره دا ډول قانون پلی کوي.

د اماراتو حکومت د رسنیو دفتر نن پنجشنبه ویلي چې، د نوي پرېکړه‌لیک له مخې به له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان د شخصي ټولنیزو رسنیو د حسابونو له جوړولو، کارولو او چلولو منع وي.

د دغه قانون له مخې، ماشومان نه شي کولای په ټولنیزو شبکو کې مطالب خپاره کړي، تبصرې ولیکي، محتوا شریک کړي او یا هم له عامه ګروپونو سره یوځای شي.

دغه راز د ۱۵ او ۱۶ کلونو عمر لرونکو تنکیو ځوانانو ته به د خوندیتوب ځانګړو تدابیرو تر سیوري لاندې د ټولنیزو شبکو د کارولو اجازه ورکول کېږي.

په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره سم د محتوا کنټرول، له نااشنا کسانو سره د اړیکو محدودول، د سکرین د وخت مدیریت او د والدینو د څارنې ځانګړنې شاملې دي.

نوي مقررات په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو تطبیقېږي او شرکتونه مکلف دي چې، د عمر د تایید لپاره پیاوړي میکانیزمونه رامنځته کړي.

دغه راز به په دې لړ کې د ډیجیټلي هویت تصدیق او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ټکنالوژي کارول کېږي.

د اماراتو حکومت ویلي چې، یوازې د کاروونکو شفاهي یا شخصي ادعا به د عمر د تایید لپاره د منلو وړ نه وي.د مقرراتو له مخې، ټولنیزې شبکې باید د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه بند کړي، د عمر د تایید د سیستمونو د تېریدو مخه ونیسي او د ماشومانو شخصي معلومات د هدفمندو اعلاناتو یا د هغوی د چلند د څار او ارزونې لپاره ونه کاروي.

متحده عربي امارات داسې مهال دا تصمیم نیسي چې، تازه بریتانیا هم پر ماشومانو په یاده برخه کې مطلق بندیزونه ولګول.

بریتانیا له ۱۶ کلونو څخه د کشرانو لپاره د خواله رسنیو کارول منع کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...