تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، په سویس کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهملیک د پلي کولو د خبرو له پیل وړاندې، د دې هوکړې پر منتقدانو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغوی «یا رخه ناک دي، او یا هم احمقان دي.»
ټرمپ د هوکړې له لاسلیک څو ساعته وروسته په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل کې ولیکل:
«هغه ناپوهان چې فکر کوي ما د ایران پر وړاندې کافي سخت دریځ نه دی غوره کړی، په داسې حال کې چې د ونډو بازار تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او د تېلو بیې مخ پر راټیټېدو دي، یا حسودان دي، یا بد خلک دي او یا هم احمقان دي.»
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهملیک له اعلان وروسته، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې د پام وړ راټیټې شوې او د ونډو ارزښت لوړ شوی دی.
په امریکا کې دغه پرمختګ د ونډو په بازارونو کې د نویو ریکارډونو سبب شوی دی.
په همدې لړ کې، د پنجشنبې په ورځ د اومو تېلو بیه له درې سلنې څخه زیاته راکمه شوه او د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ اومو تېلو بیه د هر بېرل په بدل کې له ۷۵ ډالرو څخه ټیټه شوه.
خو بل لور ته، په امریکا کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې د محتوا په اړه نیوکې زیاتې شوې دي او حتی ځینو جمهوريپالو سیاستوالو هم دا هوکړه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
په اسرائیل کې هم د دې توافق په اړه غبرګونونه تر ډېره منفي بلل شوي دي.