Homeخبرونهپه چین کې د مصنوعي ځیرکتیا د ډرامو لپاره خلک خپلې څېرې...

په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا د ډرامو لپاره خلک خپلې څېرې په کرایه ورکوي

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۱ مه) په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) چټک پرمختګ خلکو ته د عاید یوه نوې سرچینه برابره کړې ده. اوس لوبغاړي، ماډلان او عادي وګړي کولی شي د خپل مخ او عکس د کارولو اجازه ورکړي او په بدل کې له ۱۵ تر ۷۰۰ امریکایي ډالرو پورې ترلاسه کړي. دغه څېرې وروسته د AI له لارې په جوړېدونکو ویډیوګانو او لنډو ډرامو کې کارول کېږي.

د راپور له مخې، په چین کې ځانګړي انلاین پلاتفورمونه فعال دي چې خلک خپل تصویرونه پکې ثبتوي، او تولیدوونکي د اړتیا له مخې مناسبې څېرې انتخابوي. د عمر، جنس او ظاهري بڼې له مخې بېلابېلې کټګورۍ موجودې دي او د بېلابېلو ډرامو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

د دې بازار د پراخېدو یو مهم لامل په چین کې د لنډو (مایکرو) ډرامو ډېرېدونکی شهرت بلل کېږي. دا لنډې ډرامې د موبایل لپاره جوړېږي، او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نژدې ۱۲۸ زره مایکرو ډرامې خپرې شوې چې له ۹۵ سلنې څخه زیاتو یې د تولید په یوه یا څو پړاوونو کې له مصنوعي ځیرکتیا کار اخیستی و.

د دې خدمتونو وړاندې کوونکې شرکتونه وایي، یوازې ښکلي یا د ماډلانو په څېر څېرې نه، بلکې د ځانګړي ظاهري بڼې لرونکي او زاړه کسان هم غوښتونکي لري. د شخص اصلي مخ یوازې د AI لپاره د ابتدايي سرچینې په توګه کارول کېږي، او وروسته مصنوعي ځیرکتیا پرې نوی کرکټر جوړوي.

خو د دې نوې سوداګرۍ ترڅنګ قانوني او اخلاقي اندېښنې هم زیاتې شوې دي. ګڼو کسانو شکایت کړی چې د دوی له اجازې پرته د دوی مخونه په AI ویډیوګانو او ډرامو کې کارول شوي دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ۸۵ زرو څخه زیاتې داسې ویډیوګانې لرې شوې دي چې د خلکو مخونه یا غږونه پکې له اجازې پرته د مصنوعي ځیرکتیا له لارې بیا جوړ شوي وو.

په همدې حال کې، په چین کې د دې موضوع اړوند قانوني دوسیې هم مخ په زیاتېدو دي. محکمو ټینګار کړی چې د یو چا له اجازې پرته د هغه د عکس یا مخ د AI په وسیله کارول غیرقانونه عمل بلل کېدای شي، که څه هم وروسته په عکس کې بدلون راوستل شوی وي.

قانوني کارپوهان خبرداری ورکوي چې که څه هم د مخونو جواز ورکول یو نوی عایداتي فرصت دی، خو یو ځل چې د چا بایومېټریک معلومات د AI سیسټمونو ته داخل شي، ښايي هغه په راتلونکي کې پر خپلو شخصي معلوماتو بشپړ کنټرول له لاسه ورکړي. دوی وایي، لا هم دا ډاډ نشته چې دغه معلومات به وروسته په غیرمجاز ډول ونه کارول شي یا د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې لپاره به ترې کار وانه‌خیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...