Homeخبرونهکرکټ: د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ لوبې راتلونکې چهارشنبه پیلېږي

کرکټ: د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ لوبې راتلونکې چهارشنبه پیلېږي

تاند (یکشنبه د اسد/زمري ۱۱مه) د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د اګست پر پنځمه راتلونکې چهارشنبه پيلېږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ به وروستۍ لوبه د اګست پر ۱۵ نېټه په بېلفاسټ کې ترسره شي.

افغان لوبډله دې لوبلړۍ ته د چمتووالي لپاره د جولای به ۲۶مه انګلنډ ته رسېدلې او هلته په برمېنګم ښار کې خپل تمرينات کوي.

افغانستان له وړاندې د رحمت شاه په مشرۍ د ایرلنډ لپاره لوبډله اعلان کړې ده.

په لوبډله کې:

رحمن الله ګربز مرستیال لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي او ضیا الرحمن شریفي شامل دي.

په احتیاطي لوبغاړو کې هم څلورو توپ اچونکو، “قیس احمد، بلال سمیع، فرید احمد او بشیر احمد ته ځای ورکړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....