تاند (یکشنبه د اسد/زمري ۱۱مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت رییس، ملا عبدالحق همکار د ازبکستان د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال «امید محمدامینوف» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې اړه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا، متقابلې همکارۍ او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
سرچینې لیکلي چې، په دې غونډه کې د برېښنا تولید، لېږد او وېش شبکو د پراختیا، تخنیکي ظرفیتونو لوړولو، د انجنیرۍ او ډیزاین په برخو کې د همکاریو، د ځېرکو برېښنايي مېټرونو (Smart Metering)، د انرژۍ اوږدمهاله پلان جوړونې او د افغانستان برېښنا سکټور د عصري کولو په اړه خبرې شوې دي.
خبرپاڼې همداراز لیکلي چې په دې ناستهکې افغان لوري د افغانستان اقتصادي ودې لپاره، د کانونو پراختیا او صنعتي کېدو لپاره باوري او دوامداره برېښنا اساسي اړتیا بللې او ټینګار یې کړی چې، ازبکستان همکاري به یوازې د برېښنا تر صادراتو محدوده نه وي، بلکې د تولید، لېږد، وېش او تخنیکي ظرفیت لوړونې برخو ته به هم پراخه وي.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال همداراز ویلي چې، د افغانستان لپاره به د انرژۍ د پراختیا یو پنځلس کلن جامع پلان جوړ او د تخنیکي مطالعاتو او امکانسنجیو له بشپړېدو وروسته به د لومړیتوب لرونکو پروژو تخنیکي مشخصات او اټکلي لګښتونه د افغانستان برېښنا شرکت سره شریک شي.