Homeخبرونهد افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام له تایلنډ سره لوبه...

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام له تایلنډ سره لوبه لري

تاند (یکشنبه د اسد/زمري ۱۱مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام په خپله لومړنۍ لوبه کې له تایلند سره مخ کېږي.

دغه لوبه د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۰۰ بجو پيلېږي.

دا د کانټیننټال فوټسال جام سیالیو لوبې دي چې، پرون شنبه پکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ټولو لوبو بشپړ مهالوېش اعلان شو.

افغان فوټسال لوبغاړي به له دې لوبې وروسته د روانې اوونۍ په دوشنبه، چهارشنبه او پنجشنبه په ترتیب سره د ویتنام، روسیې او نیوزیلنډ له ملي لوبډلو سره هم سیالۍ وکړي.

د کانټیننټال فوټسال جام سیالۍ د پنځو هیوادونو په ګډون د تایلنډ په کوربتوب ترسره کېږي.
د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لپاره د نړیوالو تجربو د زیاتولو او د خپلو وړتیاوو د ښودلو یو مهم فرصت ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...