Homeخبرونهتر والیبال وروسته؛ د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي له اسیايي سیالیو...

تر والیبال وروسته؛ د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي له اسیايي سیالیو پاتې شول

تاند (یکشنبه د اسد/زمري ۱۱مه) د افغانستان د تکواندو فدراسیون ویلي چې، د اندونیزیاله‌ لوري د ویزو د نه ورکړې له امله د تکواندو ملي لوبغاړي د ۲۰۲۶کال د اسیا په تکواندو سیالیو کې له ګډون څخه پاتې شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله پاکستان ته او د فراه ابومسلم لوبډله بوتان ته د سفر پرمهال له ورته ستونزې سره مخ شوې وې.

یاد فدراسیون وایي، سره له دې چې رسمي بلنلیکونه ترلاسه شوي او ټول اداري پړاوونه بشپړ شوي؛ خو کوربه هېواد د کوم څرګند دلیل پرته دوی ته وېزې ورنکړې.

د سرچېن په باور، دغه پرېکړه یوازې د یوې سیالۍ له لاسه ورکول نه‌ دي؛ بلکې د ملي لوبډلې پر تخنیکي پروګرامونو او چمتووالي یې هم منفي اغېز کړی.

د پلان له مخې؛ ټاکل شوې وه چې د افغانستان ملي لوبغاړي د ۲۰۲۶کال د جاپان د ناګویا اسیايي لوبو څخه مخکې د اندونیزیا په ازادو سیالیو کې ګډون وکړي.

د تکواندو فدراسیون د تکواندو له نړیوال فدراسیون او د اسیا د تکواندو له ټولنې غوښتي، چې د نړیوالو سیالیو د کوربه‌توب سپارلو پرمهال د کوربه هېوادونو د ویزو د ورکړې وړتیا او ټولو لوبغاړو لپاره د ورته فرصتونو برابرول هم په پام کې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...