یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونوطن؟ || استاد سعد الدین شــــپون

وطن؟ || استاد سعد الدین شــــپون

هغه ورځ په حقه روژه کې په داسې حالت واوښتم چې تر اوسه مې سر نه پرې خلاصېږي. د روژې مازیګر و، خو چې مې د خدای سلاتې جوړې کړې، شړومبو کې مې بادرنګ او وچه دڼیا ګډه کړه، په برقي منداڼو مې لړله، د مازیګر لمانځه نه پس مې وظیفې ته کش ورکړ، خو د ماښام راتلنګ نه و. په مایوسۍ کې مې تلویزیون ته پام شو چې د اولمپیک لوبې یې ښودلې. هلته د امریکا او آسټرالیا په باسکېټبال برابر شوم، اوس شروع شوې وه. ما ویل تر څو ختمېږي زما په پروګرام شوي ساعت کې به د ماښام د آذان ټېم رسېدلی وي. ما تر اوسه هم په ټوکه د کليوالو په شان فوټبال ته خوټبال، بسکټبال ته واسکټبال وایه.

امریکا او آسټرالیا غوږ په غوږ روان وو، دواړه ۵۸، خو ناڅاپه امریکا په ټوپونو شوه، د سترګو په رپ کې یې ځان ۱۱۱ ته ورساوه، آسټرالیا  ۹۵ وه. بیا نو ته ګول وهه، زه ګول وهه. په آخر کې امریکا لوبه  په درو ګولونو وګټله.زما له عربو راوړي ساعت هم الله اکبر کړل، په هماغه غړانګه یې آذان وشرنګاوه چې د سړی غونی ورته ځیږ کېږي. وروسته له روژه ماتي مې رړه یو قسم ته خو شاله خوشاله کېده. له تراوو نه پس مې ایله سد سر ته راغی چې ولې؟

یو دلیل نه و. یو خو ځانته خامتما وم  سږ روژه د چېلم، سګرېټ او نسوارو له نابابه کسبه خلاص وم.دا مې خپله لویه توره بلله چې په دې شېخ فاني ځان به، که خدای کول په پاکه درو نه خالق ته ورځم.د زړه په کوم تیاره ګوټ کې په دې هم مستکی مستکی کېدلم چې د اولمپیک دا وروستۍ لوبه امریکا وګټله. ناڅاپه، د پاکستانیانو خبره، ګبراو شوم.

داخوشالي، چې ښه ورته ځیر شوم داسې وه لکه په خوب کې چې سړی د سرو زرو بټوه پیدا کړي، دې ته خوشاله وي، چې چا ونه لېد او عین حال کې ځان ګنانګار هم بولي. ګنانګاربل چا ته نه وم، فقط خپل وجدان ته یو څه، د حمید بابا په وینا «کوز ګوری» وم چې سړیه ستا یې له امریکا سره څه چې یې ګټې ته خوشالېږې؟

دا ځل چې حاجي انصاري راغی حال مې ورته وویل، هغه بابیزه واخیسته.

پشت اي ګپا نګرد بچه، ازمه خو ګوساله دو مادره جور شده. بیا یې په آب و تاب خپله د تابعیت د بدلولو او امریکایي کېدو کیسه را ته وکړه. ویل یې چې په ژوند کې په اول ځل پښتون شوی و. چې قاضي ده او د ده په شان شل دېرشو نورو ته د امریکایت لوړه ورکوله نو ده د ملنګ جان، دا زمونګ زېبا وطن، ترانه، چې دی یې اصلي ملي ترانه بولي د شونډو لاندې ګردانوله. ښځه یې اړخ ته ولاړه وه، هغې په اخلاص امریکا ته د وفادارۍ لوړه د قاضي پسې تکراروله او حاجي وايي ما ځار یې تر دا ګونو شم. په موژ باندې اېګران دی ، دا اوغانستان ! وايي په خاپولو کې …. وایي مېرمنې مې وسکونډلم ، په کراره یې را ته وویل، ده قار خدا شوي، که حالې کس نشنوه !

حاجي راته د اوغان دانۍ کیسه هم وکړه چې په واشنګټن کې د افغاني مهاجرو بانډه وه. هلته کومې زړې بوډۍ ته چا د ورځې خبرونه بیان کړي وو چې یو یې داسې و: خبر ګزاري حزب اسلامي راپور مېدهد کې عنقریب  افغانستان اسلامي مېشود، حضرت صبغت الله شریعت را نافذ مېکند. بوډۍ په غوسه شوې وه چې، آی د ختر  دا نته به خیر شور بته. اېله یک سال است که ما از همو کوچه های بویګین کابل خلا ص شدېم، که حالې حکومت، خدای نکرده به زور واپس روان ما نکنه.

حاجي انصاري بیا وروسته مېرمنې ښه د ګلی و چې نا شکري نکو. فرید خاص، حد ته بشناس، وګر نه همو رنده و همو داس.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب