یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونزه زوړ، اختر زوړ | استاد سعدالدین شپون

زه زوړ، اختر زوړ | استاد سعدالدین شپون

ځینې یاران په حقه یا په ناحقه راپسې او ځینې خو مخامخ راته وايي چې تر نن نه پرون درته ګران دی، له ټراکټور نه یوه او سپاره خوښوې، له هایکو قافیه لرونکی شعرله کور په سر نه کوڅۍ او پېوه کی، د جګ پوندو بوټانو د  تړق تړق نه د زري پڼو ژغ ژغ. په والله چې رښتیا وايي خو په دې کې شک لرم چې هره رښتیا دې برحقه او روا وي.

زه وایم هلکو، زه ستاسو لوبه کولی شم، تاسو زما هغه نشئ کولی. په لیندې نښه نشئ ویشتلی، د خره سپرلۍ مو نه زده، حال دا چې زه موټر هم چلولی شم، کمپیوټر کې چټ هم کوم، فېس بوک هم، او ورسره په لومه کې د مړځ د نیولو او لا د مارغه د آواز په پېښو کې هم بدوکی نه یم.

کابل کې کمونستانو درې نومونه ورته لرل. یو تېز و (په مجهوله ې) چې د شي لومړني حالت ته یې ویل (موږ خواران همدا وو)، بل انټي تېز و چې دوی ځانونه ورپورې تړل، دریم یې سنتېزیا مترقي حالت و چې په عالم اسباب کې شوروي ټولنه وه. شاړي دواجانخان د دې نه شعر ساز کړی و:

 پلار باچا، مور یې وزېره، زوی رعیت دی

 خدای را کړی په خپل کور کې سلطنت دی

 زما خوریو نه او ورېرونه هسې بانګساره و چې زه یې مرتجع بللم . اوس خپله څه امریکا او اروپا کې بنګلې لري، روس ته بد وايي او ځینې چې لا وطن کې دي د کرزي په درستوخوان باندې نوالې وهي.په همدو کې، یو لا هر کال څو ځلي افغانستان ته ځي . وايي هلته کلیو کې څاګانې کني. چې را شي نو پرېمانه قالینې راوړي چې دلته یې خرڅوي. دا هماغه ده چې ما ته یې امپریالست ویل، یا سي آی اې. دا چې ولې زه د دوی په شان انتي تېزنه شوم د پخوانو هوښیارانو برکت و. د رابرټ فراسټ نه مې زده کړه چۍ ویل یۍ: زه په ځوانۍ کې له دې ډاره هېځکله انقلابي نه شوم چې هسې نه په زړبودتیا کې مرتجع شم. اوس هم مړۍ په لاس خورم نه په کاچوغې. دا مې د ګاندي منلې ده چې ویل یې په یوې کاچوغې خو یې په سلهاو نور کسان خوري مګر زما په لاسونو یې یواځې زه. د خپل کلیوالي ژوند یوه بله هوښیاري به هم یاده کړم. چې میاشت ترمینځ به چې د پنجشنبې په ورځ سخیداد ماما کلي ته راغی ټول به خیشته کړي سرونه د جومات نه کوز د ویالې په غاړه ور ته قطار ناست وو. یو ساعت کې به یې زموږ سرونه لغړ دبي کړل، کسپت په غاړه به نورو کلیوالو ته روان شو چې ده خپل مقتدیان بلل.

وروسته چې مکتبي شوو، معلم را ته د سر خرېیلو اجرونه بیان کړل چې هم بخار له مینځه وړي او هم ریچه ورکې ځاله نشي جوړولی، د هغې د تارونو پورې نشي نښتلی چې بیا یې بې د ډي ډي ټی له شیندلو او یا ریچ پېغ ږمنځ نه په بل شي چاره نه کېږي.

نو داسې نه ده چې داسې وي! خو نوی نسل. زه یې د خپل کور له تجربې وایم، بې خرته او کلامکاره دی، فکر کوي چې مشران په اوسنو چارو ناپوهه دي، دم درحال ژوند نه کوي بلکه هسې ګرځنده کالبوتونه دي. غنیخان به همدې ته اشاره کوله چې خلک وايي غني ورک دی.زوړ بو ډا شو. اوس به مړ وي  …….

اوس هم له ښو خواړو خوند اخلم. یخو، کنګلو ړو شړومبو کې مې وچ وېلنی او بادرنګ خوښېزي.د پسه د پښتۍ، تروه ترخه ښوروا مې خوښه ده چې د لم بڅرکي ورکې لا مبي ……

د الفت باچا هغه لیکنه په خوند لولم چې:

 ښکلي چې وینم ګبڼۍ مې نیسي

 مینه په ما باندې پیریان راولي.

شعر د ثواب دپاره نه لولم که نه رحمان بابا به مې خوښ و.

پښتو ژبه مې رښتیا نګو خوښه ده، نه د تعصب له مخې، بلکه لا لکه ځینې نورې، دومره سولېدلې نه ده، په رښتیا بکره ده.

ځینو زلمو ویل چې که روژه په لمریز یا شمسي حساب پروګرام کېدلی، د اوسنۍ ګډوډۍ نه به خلاص وو، چې د اختر لوری لودن یې را نه ورک کړي. زه وایم خوند یې په همدې کې دی. دوی په انګرېزۍ کې د/ سرپرایز/ په نامه یو توری لري چې ډېر پرې مین دي. مانا ناڅاپي، لکه تحفه چې اخیستونکی پرې خبر نه وي او چې له کوره ووځي، نوی نوزي موټر ورته چا تحفه د کور مخې ته درولی وي.  زما خوښېږ ي چې لرې کړه پلو له مخې، اچې تماشې شي چې نندارې شي.

سباته په نهو بجو جومات ته ځو، شکر بچیان اوس په عمل کې هم مسلمانان دي. ګهیځ او ریاض لا بله توره کړې، له ما یې پټ پښتانه ملګري پیدا کړي، دا دوه ماښامي یې چېرته په خپل بانډ ار کې روژه ماتی وکړ، لکه چې مړۍ یې د کوم افغان له رستورانه ورغوښتې وه. میندو او ترونو یې غوټه کړې چې پس له لمانځه ښه غت ډالري اختری ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب