چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+د افغانستان د لومړنۍ انګلیسي ورځپاڼې کالیزه

د افغانستان د لومړنۍ انګلیسي ورځپاڼې کالیزه

تاند – د فبرورۍ ۲۷مه، چې د دلوې له ۹مې نېټې سره سمون لري، د افغانستان  د لومړنۍ انګلیسي، دولتي ورځپاڼې کابل ټایمز د تاسیس له کالیزې سره برابره ده.

کابل ټایمز ورځپاڼه د ۱۹۶۲ کال د فبرورۍ په ۲۷مه د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د سلطنت پر مهال، د صدراعظم سردار محمد داوود خان په لارښوونه خپره او صباح الدین کُشککي یې د لومړني مسوول مدیر په توګه وټاکل شو.

په پیل کې، کابل ټایمز د یوې رسمي خپرونې په توګه، په اوونۍ کې درې ځلې، په پنځو کالمونو کې خپرېده. وروسته د کشککي ځای د سید خلیل په نوم یوه مخابراتي انجینر ونیوه، چې د رسنیو تجربه یې کمه وه.

شفیع راحیل، چې په امریکا کې یې د ژورنالیزم زده‌کړې کړې وې، په ۱۹۶۵ کال کې د سید خلیل ځای ناستی شو او تر ۱۹۷۴ کال پورې یې دغه دنده ترسره کړه.

په ۱۹۷۵ کال کې، نور محمد رحیمي، چې په امریکا کې یې په ژورنالیزم کې تحصیل کړی و، د کابل ټایمز مسوول مدیر وټاکل شو، خو د ۱۹۷۸ کال له کمونیستي کودتا وروسته کاظم آهنګ د هغه ځای ناستی شو.

د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال، کابل ټایمز نوم پر کابل نیو ټایمز واوښت.

د شوروي اشغال پر مهال، کاظم آهنګ، محمد اعظم رهنورد، رحیم رفعت، عبدالعزیز دانشیار، قدوس لمر، وحید مردان، کریم حقوق او محمد قبول یو په بل پسې د ورځپاڼې مسوولان پاتې شوي دي.

د ډاکټر نجیب‌الله د واکمنۍ پر مهال، صدیق رهپو، عبدالغفور شکوري او علي ګل پیوند د کابل ټایمز مشري وکړه.

د کورنۍ تنظیمي جګړې پر مهال، ورځپاڼه د یو کال په مخه ودرېده، خو وروسته په اوونۍ کې یو ځل خپرېده، چې سید ناصر شاه او صبور راحیل یې مشري وکړه.

د طالبانو د واک په لومړۍ دورې کې، کابل ټایمز د یوې مودې لپاره ودرېده، خو بیا د اوونۍ یو ځل خپرېده.

په دې موده کې سرور صدیق‌مل، عنایت‌الله کاکا زاده، عیسی خان تسل او سهیل شاهین د مسوول مدیرانو په توګه پاتې شوي دي.

د طالبانو د رژیم له پرزېدو او د انتقالي ادارې له رامنځته کېدو وروسته، په درېیم ځل کابل ټایمز د یوې مودې لپاره ودرېده، خو په ۱۳۸۱ کال کې یې اوونیز چاپ پیل شو، او په ۱۳۸۲ کال کېپه اوونۍ کې درې ځلې خپرېده.

د ۱۳۸۵ کال د حمل په ۱۹مه، کابل ټایمز ورځنۍ (Daily) ورځپاڼه شوه. عبدالحق واله د شپږو کلونو لپاره (تر ۱۳۸۷ کال پورې) د مسوول مدیر په توګه پاتې شو.

وروسته ډاکټر محمد ظاهر صدیق له ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۸۹ پورې د ورځپاڼې مشري وکړه.

په ۱۳۹۰ کال کې، شفیق احمدزی د ظاهر صدیق ځای‌ناستی شو او د ۱۳۹۲ د سرطان تر میاشتې یې مشري وکړه.

وروسته نجیبه مرام د سرپرستې مسوولې مدیرې په توګه وټاکل شوه.

د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په ۱۷مه، حمیدالله عارفي د کابل ټایمز مسوول مدیر شو، او د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې، د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، نیک محمد نیکمل د ورځپاڼې مسوول مدیر وټاکل شو.

کابل ټایمز د دولتي رسنۍ په توګه له ډېرو لوړو ژورو سره مخامخ شوې ده.

دا دولتي ورځپاڼه له خپل تاسیس راهیسې د حکومت پالیسۍ منعکسوي، د بېلګې په توګه، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال یې د سلطنتي ادارې پالیسۍ او په عین حال کې د نړۍ انکشافات خپرول، د محمد داوود خان د جمهوریت پر مهال یې د هغه د حکومت ملاتړ کاوه، د شوروي پلوه رژیمونو پر مهال یې د هغوی دریځ منعکس کاوه، وروسته یې د مجاهدینو مشري تاییدوله، او اوس د طالبانو لپاره تبلیغات کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...