جمعه, فبروري 27, 2026
Homeخبرونهافغان ځواکونو ۴۰ پاکستاني پوځیان وژلي او ۱۵ پوستې یې نیولي

افغان ځواکونو ۴۰ پاکستاني پوځیان وژلي او ۱۵ پوستې یې نیولي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۸ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح‌الله مجاهد اعلان وکړ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۴۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۵ پوځي پوستې نیول شوې دي.

ښاغلي مجاهد د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د ډیورنډ پر لانجمنه کرښه د روانو نښتو په ترڅ کې افغان ځواکونو ۴۰ پاکستاني سرتېري وژلي او ۱۵ پوځي پوستې یې نیولي دي.

مجاهد په اېکسپاڼه کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا عملیات په پاکستاني پوځي مرکزونو ترسره شوي، او زیاته کړې یې ده چې یو شمېر سرتېري ټپیان یا نیول شوي هم دي.

هغه ادعا کړې چې طالب جنګیالیو مهم پوځي تأسیسات تر کنټرول لاندې راوستي او د عملیاتو پر مهال یې وسلې او تجهیزات هم نیولي دي. مجاهد تر دې مخکې ویلي وو چې په لومړیو کې اووه پوستې نیول شوې وې، خو وروسته دغه شمېر ۱۵ ته زیات شو.

د طالبانو پوځي ویاند مولوي وحیدالله محمدي وویل چې «غچ اخیستونکي عملیات» د پنجشنبې په ورځ د شپې شاوخوا  ۸:۰۰ بجې پیل شوي دي.

د طالبانو ویندوی یوه ورځ وړاندې ویلي و چې دوی له پاکستان څخه د یکشنبې د ورځې د بمبارۍ په وړاندې غچ اخیستونکي عملیات لا پیل کړي نه دي خو ژر به پاکستان ته سبق ورکړي.

ځايي سرچینو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی وو چې په څو سرحدي ولسوالیو کې د پاکستاني پوځي مرکزونو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي دي.

پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې دوی د افغانستان څو پوستې ویشتې او له منځه وړي دي.

دا وروستۍ زیاتېدونکې نښتې په وروستیو میاشتو کې پر ډیورند کرښه تر ټولو جدي شخړې بلل کېږي، چې په سیمه کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ اندېښنې راپاروي.

فطرت: په غچ اخیستونکو بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو مرګ ژوبله ۴۰ ته پورته شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مورنیو ژبو ورځ او د پښتو نیمګړی عدالت

لیکوال: محمد خالد وردګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا د فبرورۍ ۲۱مه د ملګرو ملتونو له خوا د مورنیو ژبو نړیواله ورځ نومول شوې ده. دا...