تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) هند د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ د نومبر ۲۰) یو ځل بیا اعلان وکړ چې د افغان ولس ملاتړ کوي او د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو، سوداګرۍ او لارو د پراختیا ژمنه تازه کوي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر ایس. جې. شنکر، د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر، الحاج نورالدین عزیزی، او د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پیني وونګ، سره جلا جلا ولیدل. په دغو لیدنو کې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لارې وڅېړل شوې.
شنکر له عزیزی سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیتي اړیکو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
شنکر په خپله ایکسپاڼه کې په یوه پوسټ کې لیکلي:
«نن ماښام په نوي ډیلي کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر، الحاج نورالدین عزیزی سره په لیدو خوښ یم. د سوداګرۍ، ترانزیت او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه مو خبرې وکړې. د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوساینې په برخه کې مو د هند پر ملاتړ بیا ټینګار وکړ.»
نورالدین عزیزی د چهارشنبې په ورځ په رسمي سفر هند ته ورسېد.
هند ته د افغانستان د ېد جګپوړي پلاوي د سفر موخه په ایران کې د هند په مرسته جوړ شوي چابهار بندر د ظرفیتونو فعالول او اغېزمن کارول، او دغه بندر ته د لا ډېرو پانګونو جلبول دي.