تاند ( پنجشنبه د لړم – عقرب ۲۹مه) د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې یوازې ۶۲ افغانانو دغه هېواد ته د ویزې غوښتنلیکونو د لغوه کولو لپاره پیسې منلې دي.
د جرمني حکومت ځینو هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې د میاشتو یا حتی کلونو راهیسې انتظار باسي وړاندیز کړی چې، خپلې داخلې لغوه کړي خو د دغو افغانانو څخه ډېر کمو یې وړاندیز منلی او ډېری افغانان لاهم هیله لري چې جرمني ته ولیږدول شي.
د جرمني د کورنیو چارو د فدرالي وزارت ویاند ویلي د هغو کسانو ترڅنګ چې د دوی غوښتنه یې منلې، له نورو هغو کسانو سره اړیکه روانه ده چې لا یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
په ټولیزه توګه، شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان لاهم په پاکستان کې دي چې په جرمني کې د بیا مېشتېدنې په تمه دي.
د جرمني د پخواني حکومت په وخت کې، منل شوي افغانان په چارټر شوي الوتنو کې جرمني ته لیږدول شوي وو.
دا لا روښانه نه ده چې ایا د دوی لپاره چارټر الوتنې به په نږدې راتلونکي کې بیا پیل شي او که نه.
دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې وضعیت سخت شوی او پاکستاني چارواکو اعلان کړی، هغه افغانان چې په جرمني کې د داخلېدو ژمنه ورسره شوې د روان کال تر پایه پورې جرمني ته ونه لیږدول شي، نو دوی به افغانستان ته وشړل شي.