جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+اصولي موقف

اصولي موقف

اصولي او د ملت په ګټه موقف پښیماني نه لري. کله چې څوک اصولي موقف ونه لري، او خپله سیاسي، فرهنګي یا مدني مبارزه د کاذب شهرت یا پروژو اخستلو په خاطر  کوي، د هغه کسانو خبرې او موقفونه په هرفصل او هره ورځ کې تغیر مومي.
د هرې مبارزې نهایي مؤخه باید معلومه وي چې مبارزه د څه لپاره کوي؟ څوک چې د خپلو مبارزې لپاره نهایي مؤخه ونه لري، بیا پروژوي موقفونه نیسي او د پرون خبره یې د نن د خبرو سره توپیر لري او نن خبرې به یې د سبا د خبرو سره د ځمکې او اسمان تر منځ تفاوت ولري.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت په استازولې، د مونږ لپاره د خپلو هلو ځلو که هغه په قلم وي، که په ژبه او یا لاس، نهایي هدف ډیر واضحه دی. زمونږ هدف، په افغانستان کې دایمي ثبات، د خلکو ارامې او سوکالي، د جنګ او نیابتي جګړو مخه نیول، او ټول افغانان باید د قانون په چوکاټ کې د ژوند، کار او سیاست حق ولري. نه د چانه د پروژو اخستلو لپاره دا خوځښت جوړ کړې او نه د چانه امیتاز او چوکۍ غواړو.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت چې د ۲۰۲۲ز کال د جولای په میاشت کې خپل فعالیت پیل کړ، د اولې ورځې نه زمونږ موقف واضحه و او اوس هم په هماغه موقف ولاړ یو.
1. جنګ د افغانستان د مسایلو د حل لار نه ده. که جنګ نه غواړې نو بیا بله لار د سولې او خبرو ده.
2. د نفې او انحصار د قدرت سیاست په افغانستان کې نه پخوا نتیجه ورکړې او نه اوس نتیجه ورکوي. د طالبانو په شمول، هیڅوک او هیڅ سیاسي جریان نفې کولې نشې. افراد او ډلې به هغه وخت نفې کیږي چې ولس یې د ټاکنو له لارې نفې کړي.
3. جمهوري غوښتونکو خوځښت د اساسي قانون په درلودلو سره ولسواکه نظام غواړي. قانون باید د ولس په رایه او نظر رامنځته شي او ولس به د نظام د نوعیت، د حکومت د واک او د افرادو حقوق، او د ملي ارزښتونو او ملي حاکمیت مؤخې ټاکي. د مونږ لپاره د ۲۰۰۴ ز کال د اساسي قانون مؤخې، ملي مؤخې دي.
4. دا چې د افغانستان اکثریت ولس مسلمانان دي، طبیعي خبره ده چې نوې اساسي قانون لکه د تیرو اساسي قوانینو په شان به د اسلامي اصولو سره په ټکر کې نه وي. د اساسي قانون موجودیت د اسلام سره په ټکر کې نه دی او د صدر اسلام نه نیولې تر نورو دورو یې مثالونه شته دی لکه د مدیني میثاق او فقه هم د خپل وخت د علما په نظر یو قانون و. د اوس وخت د شرایطو سره د نوو مسایلو لپاره نوي قوانین اړین دي. د دنیا په کارونو کې مشوره د اسلام امر دی او قوانین د ولس د خیر لپاره باید موجود وي ځکه بیا به هر کس په خپل فکر او نظر، اسلامي اصول او تګلاره ټاکي.
5. سوله او خبرې، د همفکره کسانو سره څوک نه کوي بلکې د مخالفو کسانو او ډلو سره تر سره کیږي. که څوک ووایي چې د طالبانو سره خبرې کوو، دا د دې معنی نه ده چې د طالبانو موجوده کړنې تایدو او یا یې حمایت کوو.
مشکل چیرته دی؟
ځینې کسان او ډلې په خپل ځان باور نه لري، د یو افراط نه بل افراط ته دانګي او پوهیږي چې د قانوني نظام په چوکاټ کې خپل امتیازات (مادي او معنوي) د لاسه ورکوي. دوی چې د ولس په منځ کې ځای نه لري نو کله د جنګ سندرې زمزمه کوي، کله د ګاونډیانو او نورو نه د طالبانو د چپه کولو غوښتنې لري، او کله غواړي چې د دم غنیمت لپاره د کوم ځای نه کومه پروژه تر لاسه کړي. ځینې خو په ټیک ټاک او فیسبوک کانسپیراسي او جنجالي مسایل فقط د میاشتې د یو څو ډالرو د ګټلو لپاره مطرح کوي چې زیات لایکونه واخلي او یو څه عاید تر لاسه کړي.
که د پاکستان او یا د نورو هیوادونو د مداخلو او یرغل مخالفت کوې، دا ډول کسان درباندې د طالبانو د لابیګر ټاپې وهي. همدا روایت د پاکستان روایت دی.
د جمهوریت په وخت کې به چا د سولې خبرې کولې، همدې کسانو به ورباندې د طالبانو او پاکستان د پلویانو ټاپې وهلې. دا ټاپې په هغه وخت کې ځکه زیاتې وې چې پاکستان او ایران غوښتل چې په افغانستان کې قوي مرکزي نظام نه وي، د ملي فکر پلویان منسجم نشي او یا په حکومت کې مهم رول ونه لوبوي.
حال دا چې همدې کسانو چې پرون د جمهوریت په هغه يلویانو چې په جمهوري ارزښتونو باور درلود او پرې ټاپې لګولې، دوی پرون او هم نن د پاکستان سره اړیکې درلودې او اوس هم دې ته حاضر دي چې د خپلو شخصي پروژوي ګټو په خاطر، د پاکستان د هر ډول پروژو تطبیق ته چمتو ناست دي چې د افغانستان ګټې قرباني کړي.
دا زمونږ اصولي موقف او تګلاره ده. نه طالبان ملت نفې کولې شي چې م زر ما ټوله زما وي او نه د طالبانو مخالفین، طالبان نفې کولې شي چې ووایي چې بې له طالبانو باید قدرت ونیسو. مونږ حیران دې ته یو چې له یوې خوا دوی طالبان د پاکستان ایجنټان بولي او وایي چې دوی ته امریکایانو قدرت تسلیم کړ خو له بله خوا بیا همدوي پاکستان ته منډې وهي او د امریکا نه غواړي جې د دوی لپاره طالبان چپه کړي. دومره تناقضات پخپله ښایي چې د دوی لپاره هر څه روا خو د نورو لپاره هر څه ناروا دي، همدا عیني طالباني فکر دی.
غیر ملي او غیر اصولي موقفونو یا نا درسته، غیر عملي، خیالي اهدافو او روایتونو د افغانانو نه لاره ورکه کړیده او کله چې د مبارزې نهایي مؤخه او تګلاره معلومه نه وي او یا ارماني تګلاره وي، څه نتیجه هم نه ورکوي.
شاید ځینې ووایي چې طالبان خبرو ته حاضر نه دي او طالبان وایي چې د چا سره خبرو وکړو؟ او یا ځیني وایي چې طالبانو په پالیسیو کې تغیر نه راځي نو باید جنګ وشي. زما په اند، که طالبان په خپلو پالیسیو کې تغیر رانه ولي نو بقا هم نشي کولې ځکه تیر تاریخ نه درس د عبرت همدا دی. البته د یادونې وړ ده چې لکه څنګه د جمهوریت د سقوط نه وروسته بدیل، طالبان و نه په حکومت ګې داخلي مخالفین، همداسې د طالبانو نه وروسته به بیا یوه بله تندروه ډله رامنځته کیږي او راتلونکې محاسباتو کې به بیا دا کسان چې اسلام اباد یا نورو ځایونو ته منډې وهي، د طالبانو بدیل نه وي.
زما په اند، د دې لپاره چې د خبرو اترو او ملي مشروعیت لپاره لاره پرانیستل شي، دا مسوولیت د طالبانو دی چې د یوې ملي پروسې اعلان وکړي چې څنګه او کله اساسي قانون جوړیږي، تر څو چې نوې اساسي قانون تصویبیږي، کوم اساسي قانون باید معیار د حکومتولې وګرځوي، بیا د هغه اساسي قانون په چوکاټ کې به د ولس رول څه وي؟ تر څو داسې پروسه اعلان نشي، نه د طالبانو سره خبرې څه ګټه لري او نه طالبان کولې شي چې ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.
که طالبان ووایي چې دوی قدرت نیولې، مخکې رژیمونو هم قدرت نیولې و او د دوی نه په هر لحاظ قوي و خو د نفې او انحصار د قدرت سیاست له امله له منځه لاړول، نو دوی هم له منځه ځي او دوی به هم د جمهوریت او د جمهوریت د داخلي مخالفینو غوندې په راتلونکې کې رول ونه لري.
که ملي پروسه اعلان نشي، د لاندې عکس غوندې به د طالبانو حاکمه ډله تر کله په یوه پښه د دې باڼیچوق توازن ساتي او ولس ته به خپل حق نه ورکوي. باالاخره پښه یې ستړی کیږي او د باڼیجوق توازن له منځه ځي خو د باڼیجوق د توازن د خرابیدو سره هم ځان او هم افغانان لوی کندې ته په سیند لاهو کوي.
شاه محمود میاخیل
د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مشر او د ننګرهار پخوانۍ والي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب