تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۹مه) د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې نن پنجشنبه د انارو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه.
مسوولان وایي دغه کارخونه د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرانېستل شوه.
د مالوماتو له مخې دا فابریکه د انارو جوس، د انارو اوبه، د انارو مربا، د انارو روب او د انارو خالصې دانې تولیدوي.
د یادې «میلکو» فابریکې مسوولان وايي، چې دا کارخونه یو ساعت کې د یو ټن انارو د پروسس ظرفیت لري.
بلخوا د کندهار ځايي مسوولین د دې اقدام ملاتړ کوي او زیاتوي، چې دې سره به د انارو د ضایعاتو مخه تر ډېره ونیول شي.