جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاشرف غني: چمتو یم د هېواد د روان بحران په حل کې...

اشرف غني: چمتو یم د هېواد د روان بحران په حل کې ونډه واخلم

تاند ( پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۹مه) پخوانی ولسمشر محمداشرف غني په یوه تازه پیغام کې ویلي، که ولس اړتیا وویني او غوښتنه وکړي، دی چمتو دی چې د هېواد د روان بحران د حل، د وضعیت د سمون او د پرمختګ لارو په ښودلو کې خپله ونډه واخلي.

هغه ټینګار کړی چې شخصي غوښتنې نه لري او هېڅ ډول مقام یا امتیاز نه غواړي، بلکې هدف یې د افغانستان د راتلونکي جوړښت او ثبات لپاره عملي لارې او تګلارې وړاندې کول دي.

غني ویلي، افغانستان په یوه حساس تاریخي پړاو کې دی او هېواد د دوو لارو ترمنځ انتخاب لري؛ یوه لاره د وضعیت ښه کېدل، د ملي یووالي تأمین او له کړکېچ وتل دي، او بله لاره د بحران ژورېدل او د لا زیاتو ستونزو لوري ته روانېدل.

دی زیاتوي، د دایمي سولې، ثبات، پرمختګ او نړیوال مشروعیت اصل د ولس پر اجماع، ملي خبرو اترو، همکارۍ او یو بل منلو ولاړ دی او پرته له دې هېڅ حکومت یا سیاسي نقشه نه شي بریالی کېدای او د یوې ډلې حکومت ته پاتې کېږي. ولسمشر وايي: «افغان ملت باید د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.»

هغه ټینګار کړی، که اعتماد، عدالت او ملي اجماع رامنځته شي، افغانستان کولای شي په راتلونکو کلونو کې له بحران په ویاړ ووځي او د داسې راتلونکي په لور وخوځي چې په ۲۰۴۷ کې د معاصر افغانستان د ۳۰۰مې کلیزې پر مهال د نړۍ سیال وي.

د ولسمشر غني دا پیغام په داسې مهال خپور شوی او د ملي یووالي، ملي اجماع او د ملي خبرو پر پيل ټینګار کوي چې، د نظر خاوندانو په باور طالبانو د څلورو کلونو په تېرېدو لا هم ولس ته مراجعه نه ده کړې او ولسي مشروعیت یې هم لا نه دی خپل کړی.

2 COMMENTS

  1. داسمه ده چې افغانستان له هر ډول کړکېچ باید ووځی دا دافغان ولس یوه بنسټیزه غوښتنه او نهایتا ملی پروسه ده.
    ولې داکار په ګواښ، پېغور، محکومیت او هر ډول اهانت نه کیږی یوازنی لاره دخبرو اترو، ملی ګفتمان ، روغه او جوړه ده. راځی چې له پرون تیر شو پر نن باندې خبرې وکړو. پرون تیرشوی .
    په زور یارانه نه کیږی ! یوازې په وړاندیز هم نه کیږی عملی ګامو نو پورته کولو او قربانی ته ضرورت لری که ولس مشر واقعا غواړی د ملی ګفتمان او دکړکېچ څخه وتلو لپاره ډیر امکانات شته!

  2. dear doctor sahib; afghanistan need to you.
    this will be great help with afghans who are inside in afghanistan,
    mawlawee sahib mula broth is sick of diabets /you can help as advisor in economic system.
    afghanistan going in right direction.
    in HISTORY for the first time pakistan surrunded in economic difficulty
    you will help in finding different gates for afghan business,
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب