پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د سپوږمۍ د جامو لپاره ځانګړی ټوکر جوړ شو

د سپوږمۍ د جامو لپاره ځانګړی ټوکر جوړ شو

تاند- سپوږمۍ ته د تلونکو انسانانو لپاره د امریکا په متحدو ایالتونو کې ځانګړی ټوکر اختراع شو.

دا ټوکر، چې د هاوايي د پسفیک پوهنتون څېړونکو جوړ کړی، د سپوږمۍ د دوړو او لړۍ مخه نیسي.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، د هاوايي پسفیک پوهنتون څېړونکو د دې ټوکر لومړنۍ نمونه جوړه کړې او په دې خاطر ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې ۵۰ زره ډالر مخکې تر مخکې ورکړي دي.

د دوی له لوري جوړ شوی ټوکر له الیکتروستاټیک انرژۍ کار اخلي چې د سپوږمۍ د دوړو د مخنیوي خاصیت لري او نه پرېږدي چې د ستورمزلي جامو ته تېزې ذرې زیان واړوي.

دا نوې ټکنالوژي (LiqMEST) نومېږي او هدف یې پر هغو ستونزو برلاسی دی چې ستورمزلي په ۱۹۶۰ مه او ۱۰۷۰ لسیزو کې د ناسا د اپولو د ماموریتونو په لړ کې ورسره مخامخ وو.

هماغه مهال تېزو دوړو او غبار د اپولو باډۍ ته زیان واړاوه او د ستورمزلو جامې یې سره ونښلولې.

له همدې کبله د ستورمزلو لپاره د نویو جامو جوړول ډېر مهم ګڼل کېږي.

ناسا غواړي د ارتمیس پروګرام په وسیله په ۲۰۲۵ یا ۲۰۲۶ کې سپوږمۍ ته بیا ستورمزلي واستوي.

د ستورمزلو لپاره د ځانګړو جامو جوړېدا د ارتمیس له پروګرام سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...