دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ایوډین لرونکې مالګې فابریکه جوړه شوه

کابل کې د ایوډین لرونکې مالګې فابریکه جوړه شوه

تاند(پنجشنبه، د میزان ۴ مه) کابل کې د عمر شیرین ‌زاده آیوډین لرونکې مالګې د تولید او پروسس فابریکه  پرانیستل شوه.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د عمر شیرین زاده د آیوډین مالګې د تولید او پروسس فابذیکه د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۷ جریبه ځمکه کې د یوه روغتیايي کلینیک په لرلو په معیاري ډول جوړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې فابربکه  کې۲۵۰ کسانو ته په مستقیمه توګه د کار زمینه رامنځته شوې او ۵ ډوله پروسس شوې آیوډین لرونکې مالګه د «کیفیت» په نوم بازار ته وړاندې کوي.

د خبرپاڼې له مخې دغه کارخونه په غزني ولایت کې هم فعالیت کوي او ټاکل شوې په ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې هم فعالیت پیل کړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره سوداګرو او پانګوالو ته د ښه امنیت تامینیدو خبرونه ورکړل شوي، خو له دې سره نیوکه ده چې د طالبانو هر اړخیز قیودات او رویې له هېواده د زیاتو خلکو او پانګې د وتو سبب شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب