Homeخبرونهد ټولیز امنیت د تړون سازمان: افغانستان نه زموږ هېوادونو ته نشه... خبرونه د ټولیز امنیت د تړون سازمان: افغانستان نه زموږ هېوادونو ته نشه یي توکي قاچاقیږي خبریال: احمدي / اکتوبر 26, 2023 0 1356 FacebookXPinterestWhatsApp تاند(پنجشنبه، د میزان ۴ مه) د ټولیز امنیت د تړون سازمان د سرمنشي مرستیال والري سمریکوف ادعا کوي، چې له افغانستانه د دغه تړون غړو هېوادونو ته نشهيي توکي قاچاق کېږي. نوموړي د بلاروس په مېنسک ښار کې د دغه سازمان له لوري د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ د ۵مې غونډې په څنډه کې وویل:«د هېوادونو مشرانو دغه پروګرام تصویب کړی او موږ به یې پر پلي کولو پېل وکړو. زه فکر کوم چې دغه پروګرام به ډېره اغېزه او ګټه وکړي.» هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. بل لور ته، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه شوې ادعاوې ردوي او وایي چې په دې تړاو د دوی خلاف تبلیغات کیږي. د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو اندېښنې داسې مهال زیاتېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نشهيي توکو کرکېله، پېر او پلور منعه اعلان کړل. یو شمېر نړیوالو بنسټونو د نشه یي توکیو پر وړاندې د طالبانو د هڅو ستاینه کړې، خو ځینو سیمه ییزو هېوادونو بیا ویلي چې لا هم د دوی قلمرو ته له افغانستان څخه د نشه یي توکیو د قاچاق ادعاوې کوي. FacebookXPinterestWhatsApp Previous articleطالب چارواکي: ګلبدین حکمتیار ته په دارالامان کې د ورکړل شوې ځمکې په اړه بحث او «لازمه پریکړه» شوېNext articleکابل کې د ایوډین لرونکې مالګې فابریکه جوړه شوه نور تازه موضوعات خبرونه له هرو اتو سرطانونو یو له انتانونو سره تړاو لري تاند - اکتوبر 2, 2026 خبرونه قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي امارات په ګډه ترانس افغان پروژه پرمخ بیايي تاند - اکتوبر 2, 2026 خبرونه یوناما په هلمند او کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې د ۱۰ تنه ملکیانو وژل کېدا تایید کړه تاند - اکتوبر 1, 2026 LEAVE A REPLY Cancel reply Comment: Please enter your comment! Name:* Please enter your name here Email:* You have entered an incorrect email address! Please enter your email address here Website: Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment. ادب موخې| ژباړه: عنايت الله عادل جون 29, 2007 هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک اګست 15, 2025 ژباړه او خیانت، د خدمت په نامه پر پښتو او پښتنو ملنډې جولای 25, 2014 خبرونه له هرو اتو سرطانونو یو له انتانونو سره تړاو لري اکتوبر 2, 2026 قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي امارات په ګډه ترانس افغان پروژه پرمخ بیايي اکتوبر 2, 2026 میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله خبرونه تاند - سپتمبر 29, 2026 0 تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...