جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالب چارواکي: ګلبدین حکمتیار ته په دارالامان کې د ورکړل شوې ځمکې...

طالب چارواکي: ګلبدین حکمتیار ته په دارالامان کې د ورکړل شوې ځمکې په اړه بحث او «لازمه پریکړه» شوې

 تاند(چهارشنبه، د میزان ۳مه) د  ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد لپاره د طالبانو  کمیسیون ویلي، چې په خپله غونډه کې یې د نورو مسایلو تر څنګ ګلبدین حکمتیار ته د کابل په دارلامان کې د جمهوري نظام له لوري د ورکړل شوې ځمکې په اړه بحث او پریکړه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزون ویلي، دا غونډه د طالبانو د عدليې د سرپرست وزیر او د یاد کمیسیون رییس مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ جوړه شوه.

سرچینه وایي، په یاده غونډه کې کابل، فراه، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو دوسیې او موضوعات د کمیسیون تر بحث او بررسي لاندې نیول شوي.

ویل شوي، چې د دې ترڅنګ د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون پریکړه کړې، چې د فراه ولایت د خرپلان په ساحې کې ۲۶ زره جریبه ځمکه تصفیه شي او د غلامان په ساحې کې له ۱۵۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه، چې دولتي تثبیت شوې له شخصي ځمکو جلا شي.

د ملي تلویزون د خبر له مخې، یاد کمیسیون د کابل په دارالامان ساحه کې د ۲۶.۵ جریبه ځمکې په اړه چې د تېر حکومت له خوا د لنډې مودې لپاره ګلبدین حکمتیار ته ورکړل شوې وه هم بحث وشو او په دې هکله لازم تصمیم ونیول شو.

خو په خبر کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې حکمتیار ته د ورکړل شوې مځکې په اړه څه پرېکړه شوې ده.

 سرچینې د نورو بحث شویو مواردو په اړه هم په لنډیز سره جزییات ورکړي او تفصیل یې نه دی روښانه کړی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب