جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: طالبان د قضایي سیستم په حذفولو د بشري حقونو نقض...

اروپایي ټولنه: طالبان د قضایي سیستم په حذفولو د بشري حقونو نقض ته دوام ورکوي

 تاند(چهارشنبه، د میزان ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د اروپایي ټولنې استازي د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۸ مې غونډې د دریمې کمیتې په یو ناسته کې کې په افغانستان کې د قضايي سيستم د حذف او له بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه استازي د خپلې ټولنې له اړخه په لوستلې اعلامیه کې ویلي:«افغانستان کې له حقوقي نظام څخه ټول ضمانتونه لیرې شوي، هېواد په فرمانونو چلېږي، په داسې حال کې چې قاضیان، څارنوالان او وکیلان له حقوقي نظام څخه لرې کړل شوي دي او ښځې د ټولنې له ټولو برخو لیرې کړل شوې دي.»

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره، د دوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د افغانستان له اداري نظام څخه د لويه څارنوالۍ ارګان حذف کړی او پر ځای یې د خپلو اوامرو د تعقيب  ریاست جوړ کړی دی.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د جمهوري نظام ګڼ شمېر قاضیان او چارواکي له دندو ګوښه او پر طالبانو یې پر ځای خپل کسان ګومارلي دي، طالبانو حتی د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه له منځه وېوړه.

طالبان د ګڼ شمېر قضايي او عدلي منسوبینو په وژلو او ورکولو هم تورن دي، خو دوی دا تورونه ردوي.

له دې سره، طالب چارواکي ادعا کوي چې افغانستان کې یې د بشپړ امنیت ترڅنګ بشپړ عدالت راوستی او قضایي خدمتونه ښه شوي دي.

1 COMMENT

  1. اوس پخ افغانستان کی اسلامی قضایی سیستم شته د کفر او الحاد قانون د اسلامی قانون ځایې نشی نیولی د پخوانی حکومت ټول قانون غربی او له اسلام نه لری قانون وه او ټول قاضیان د کفر د قانون پلویان رشوت خواره او نجس ول که تاسو فانون عادل وی او عدالت پر ځایې کوی نو اول په فلسطین که جاری کړی او د اسرایل ظلم وغندی افغانستان ستاسو اندیښنو ته ضرورت نلری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب