جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسترالیا د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې پر نیدرلنډ ریکارډ جوړ...

استرالیا د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې پر نیدرلنډ ریکارډ جوړ کړ

تاند (استرالیا په یو ورځنیو سیالیو کې په ډېر توپیر د بري یو بل ریکارډ د روان ۲۰۲۳ په نړیوال جام سیالیو کې جوړ کړ.

د استرالیا لوبډلې نن د نیدرلنډ/ هالنډ لوبډلې ته د ۳۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې هیڅ ټیم بل ته په دومره توپیر ماتې نه وه ورکړې.

د استرالیا لپاره، چې لومړی یې بیټنګ وکړ، په پیلګرو لوبغاړو کې مایکل مارش ژر وسوځېد. ده په ۱۵ توپونو یوازې ۹ منډې وکړې خو بل تکړه لوبغاړي ډیوید وارنر په ۹۵ اوپونو ۱۰۴ منډې وکړې.

همداراز سټیفن سمیت په ۶۸ توپونو ۷۱ منډې وکړې.

مارنوس هم د استرالیا لپاره ښه بیټنګ وکړ. ده په ۴۷ توپونو ۶۲ منډې وکړې خو تر ټولو ښه بیټنګ ګلین مکسویل وکړ. ده یوازې په ۴۴ توپونو ۱۰۶ منډې وکړې.

دوی د نیدرلنډ لوبډلې ته ۴۰۰ منډې هدف وټاکه چې خورا لوړ هدف و. د نیدرلنډ لوبغاړو بیټنګ ښه پیل کړ، خو ژر یې لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل. دوی په ۲۱ اورونو کې مخکې تر دې چې ټول وسوځي، ټولټال ۹۰ منډې وکړای شوې.

تر دې وړاندې هم په یو ورځینو سیالیو کې په ډېر توپیر د بري ریکارډ استرالیا جوړ کړی و.

استرالیا په ۲۰۱۵ م کال، چې د افغانستان لوبډله تازه نړیوال جام ته لاره موندلې وه، د ۲۷۵ منډو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه.

په ۲۰۰۷ کې هند د ۲۵۷ منډو په توپیر پر برمودا، او جنوبي افریقا په ورته منډو پر ویست انډیز ریکارډونه جوړ کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب