شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهمحمود خان : پاکستان نن هغه افغان کډوال اشرار بولي چې ضیا...

محمود خان : پاکستان نن هغه افغان کډوال اشرار بولي چې ضیا الحق مجاهدین او د اسلام سپاهیان ګڼل

 تاند(چهارشنبه، د میزان ۳مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د په زوره ویستو مخالفت کړی او ویلي چې دغه هېواد د یاد شوي ناقانونه عمل حق نه لري.

اڅکزي په یوه وینا کې ویلي: “افغانان دې څوک د اشرار يا شر خوروونکو په نوم ونه بلي او نه دې د دوی د ويستلو او جايدادونو ضبط کولو خبرې کوي،کله چې دوی [افغانان] راوستل کېدل نو جنرل ضياالحق به ويل دا مجاهدين او د اسلام سپاهيان زمونږ دپاره جنګيږي خو نن ويل کيږي چې دوی دې وويستل شي”.

په وروستیو کې پاکستان د ۱،۷ میلیونه هغو افغان کډوالو د زر ویستو اعلان کړی چې په وینا یې په ناقانونه توګه دغه هېواد کې ژوند کوي.

پاکستاني چارواکو د روانې میلادي میاشتې تر پایه دغو کډوالو ته د وتو مهلت ټاکلی او هم یې هره ورځ د زرګونه کډوالو د په زوره شړلو خبرونه ورکړي.

څو ورځې مخکې د طالبانو یوه دیپلومات وویل چې پاکستان په وروستیو کې تر ۱۲۰ زرو زیات افغان کډوال ویستي.

په پاکستان کې دننه یو شمېر پښتنو ملت پالو او مذهبي ګوندونو د پاکستان د حکومت د دغې پریکړې مخالفت کړی.

نړیوالو بنسټونو هم د پاکستان دا کړنه نقد کړې او ترې غوښتي یې دي چې د کډوالو په اړه نړیوال اصول په نظر کې ونیسي.

پاکستاني چارواکو بیا په دې برخه کې د نه نرمښت ټینګار کړی.

2 COMMENTS

  1. شاغلۍ محمود خان اڅکزۍ ، پاکستان کښی حکمرانی پنجابیان کوی او بی نسله تش په نامه پښتانه ( په حقیقت کښی د پنجابیو اولاده لکه د پنجابی پاکستان اوسنۍ صدراعضم انورالحق ) د پنجابیو اولاده هم د افغانانو له برکته دغلیسی امریکا څخه ملیاردونو ډالر تر لاسه کول او اوس پدی وحشی رفتار باندی د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس څخه په ملیاردو ډالرونه تر لاسه کوی دی پنجابیو اولادی په افغانانو همیش تجارت کړۍ دی دا پنجابیان نه اصلاح کیدونکی دی !!!!!

  2. محمود خان سم کار نکوی، انورالحق پشتون کاکر دی، د بلووچستان مسول اچکزی دی تاسو پشتنو او د پیشور پشتنو ته شرم او غیرت په کار دی. ستاسو پشتنی خویند او ناموس ستاسو په مخ تر تیانو نیسی، گوتی ورکوی او جنسی اذیت یی کوی. تاسو غیرت لری؟ ایمان لری؟ وجدان لری؟ په تاسو پشتنو خپل پشتانه بی عزته کوی. باور وکری چی دغه پنجابیان پر تاسو شرف لری. تاسو فقط تجارت، ناموسی سیاست، قومی دلالی شروع کریده. شرم په کار دی. خدای خخه وبیریژی مه کوی دا مظلوم پشتانه د پنجاب تور مخی سره مه زهیروی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب