دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+خارګ ډبرليک او پښتو ژبه | عبدالودود بشریار

خارګ ډبرليک او پښتو ژبه | عبدالودود بشریار

د ايران يو خبري اژانس ((ميراث فرهنګي)) پارسۍ څانګې د ٢٠٠٧زېږدي كال د نومبر په  دويمه اوونۍ كې  د يو ډبرليك د موندنې خبر وركړ. دغه ډبرليك د پارس خليج، خارګ یا خارک ټاپو كې د سړك  جوړونې پر مهال موندل شوی و. ډبرلیک په میخي لیک و ؛ ویل کیږي چې په زړه پارسۍ او په ۴۰۰ ق.م کې کښل شوی دی.

خارګ ټاپو د پارس خليج تر ټولو لرغونى ځاى دى، چې د بوشهر شمال لويديز ته په كابو ٥٧كيلوميترۍ او د ريګ بندر په دېرش كيلوميترۍ كې پروت دى. دغه ټاپو له شمال نه تر جنوبه پورې كابو اته كيلوميتره اوږد پروت دى او په شمالي برخه كې يې تر ټولو پلنه (سوروره) برخه شاوخوا څلور كيلوميترو ته رسي.

خارګ ډبرليك د څوو ژبڅېړندويانو لخوا په بېلابېل ډول لوستل شوى، چې دلته يې د دوو تنو مهم ټکي (جزئيات) وړاندې كوم.

لومړی – د رضا مرادي لخوا د ډبرليک لوستل:

د ايران د زړو ژبو يو څېړندوى رضا مرادي غياث ابادي په لومړیو کې ويلي ول، چې خارګ ډبرليك شپږ ليكې او شپږ كلمې لري. نوموړي ډبرليك په لاندې ډول لوستى:

  1. اوله كلمه، دوه غږه/توري لري: /آ، اَ/ او /هَـ/، چې /آهَـه، اَهَـه/، ترې جوړيږي. مانا يې (و) يا (وو، ول)كيږي.
  2. دويمه كلمه يې پنځه غږه/توري لري: /سَ/، /آ،ا/، /کُ/، /شَ/ او /آ،ا/: چې /سـاکـوشـا/ سـاکُـشـا/[1] كيږي. ده ويلي ول چې دا کلمه يو ځانګړنوم دى او په زړو پارسي ليکنو كې بل چېرته نه دى ليدل شوى. خو دا وړ كلمې به د سکيتانو یا ساکو (Scythians ) له خوا كارول كېدې. نوموړی وايي، چې د(-شا)روستاړى د زړې پارسۍ له (شاه) يانې پادشاه سره تړاو نلري، ځكه د زړې پارسۍ (شاه)به پخوا د(خْـشـايَـثـي‌يَـه) په بڼه ليكل كېده.
  3. د درېيمې كلمې يوازې، دوه غږه : /هَـ/ او/اي/ : /هـيـ . . . /لوستل كېداى شي. په زړو پارسي متونو كې د/هـي-/ مختاړى يوازې له هنديانو سره داړيكو لپاره ليدل شوی، لكه : (هـيـدوش) يانې (هند).(؟)
  4. څلورمه كلمه هم دوه توري یا غږه : /کَ/ او /آ،اَ/ لوستل شوي دي. د دې دواړو منځني واټن كې موجود توري هم له منځه تللي او يوبل پسې ندي نښتي. همداشان  د/کَ/ په خوا كې يو تاج ډوله شكل هم شته دى.
  5. پنځمه كلمه څلور توري یا غږه لري: /بَ/، /هَـ/، /نَ/ او /مَ/، چې ټول يې : /بَـهَـنَـمَ/ كيږي. دا كلمه هم په لومړي ځل ليدل كيږي او مانا يې هم نده مالومه.
  6. د شپږمې كلمې هم دوه غږه: /خَ/ او /آ،اَ/: /خـا/ لوستل شوي اوپاى يې هم مبهم دى.

د ډبر ليک اړوند د رضا مرادي نورې يادونې:

په لومړيوكې ښاغلي رضا مرادي ويلي ول، چې ښايي خارګ ډبرليك زړې پارسۍ ته پنځه كلمې ور زياتې كړي، ځكه هغه ګومان كاو، چې پر دغه ډبرليك پنځه داسې كلمې توږل شوي، چې دزړې پارسۍ په نورو ډبر ليكونو كې ندي ترسترګو شوي.

هغه ويلي ول،چې دغه ډبر ليك په شپږو بېلابېلو افقي كرښو كې چې ټولې شپږ كلمې كيږي توږل شوی اوتاريخ يې د هخامنشيانو تر دورې پورې رسي.

هغه ويل ول، چې د خارک ډبرليك لومړۍ، دويمه ،پنځمه او شپږمه كلمه لوستل كېداى شي خو درېيمه او څلورمه كلمه يې د سولېدنې اوخرابېدو له امله نشي لوستل كېداى او د زړې پارسۍ د نورو ډبرليکونو په توپير، هره كلمه په ځانګړې ليكه كې په بې پامۍ او چټكۍ سره توږل شوېده.

هغه ويلي ول،چې دا کتيبه درې تاج ډوله شكلونه هم لري، چې د ډبرليك په منځ او د درېيمې او څلورمې ليكې په پيل كې په ملاست ډول كښل شوي او دغه شكلونه دساساني پاچاهانو تاجونو ته ورته دي. خو پر دې سربېره  ښاغلي مرادي ټينګار كړى، چې د نوموړي ډبرليك اصليت دې هم وڅېړل شي، ځكه ځيني غير عادي ټكي هم شته چې پر ډبرليك انسان شكمنوي. همدغسې نوموړي يادونه  كړې وه، چې لوستنه يې وروستۍ نده او نورو څېړندويانو ته دې هم وړاندې شي.

هېره دې نه وي،چې ښاغلي مرادي دغه جزيات د هغو انځورونو له مخې وركړي، چې د سيمې دخلكو لخوا، وراستول شوي ول.

دویم، د بشاش له خوا د ډبرليك لوستل:

خارګ ډبرليك د ايران د (لرغونتوکو دڅېړنې مركز(ARCI)يوه څېړندوى رسول بشاش لخوا په دويم ځل ولوستل شو. بشاش د مرادي په توپير ويلي ول، چې دخارګ ډبرليك په پنځه ليكو كې ليكل شوى. نوموړي هرليكه په دې ډول لوستې ده:

  1. لومړۍ ليكه كې يوه كلمه ده. بشاش دغه كلمه (هَه ha) لوستې او (و، شو) يا (ول، شول) يې مانا كړېده. هغه د دې كلمې ريښه (ah) ګڼلې چې د(ول، شول…) په مانا ده اوتېر مهال يې (هَه ha) يانې (ؤ، وو يا شو) كيږي.
  2. دويمه ليكه كې دوه كلمې دي. يوۀ يې (ساآنه= sa a na ) ده، چې د زړې پارسۍ په پخوانيو متونوكې نشته. دا كلمه د للمې ځمكې (Not irrigated land) په مانا ده. د دې كلمې دويمه برخه (اي)(؟) ده، چې مانايې (ښه، خوشحاله، هوسا)كيږي.
  3. درېيمه ليكه يې (وزه هه مه= va zah ha ma) لوستې ده.(وزه va zah)له (وَز=vaz) فعل نه اخېستل شوې بولي چې (وړل، وړاندې كول، وېستل(؟)) ماناوې لري.

او دويمه كلمه (mai)،(زما) او(مې) مانا لري او ټوله جمله (زماوړاندې كول، زما راوېستل (اوبه)=my offer, my flow) مانا كوي.

  1. څلورمه ليكه ( بهاناما= bahanama) لولي. لومړۍ برخه (بهانا) د شخص نوم بولي او دويمه برخه (ما=ma) يې د (مې) او،(زما)په مانا اخلي.
  2. ښاغلى بشاش وايي، چې په وروستنۍ يانې پنځمه ليكه كې يوه كلمه د(خا=xa)په مانا ده، چې څا،كوهي(quells،wells) ته وايي.

په پاى كې ټول ډبرليك داسې ماناكوي (للمه ځمكه مې (د) بهانا کوهي له (اوبو) راوېستلو(سره) خوشحاله(ښه، اباده) شوه……)

The not irrigated land was (became) happy (with) my bringing out (water)… Bahna ma wells)

د ډبرليك اړوند د بشاش نورې يادونې:

غالباً بهانا (Bahana)د كوم سيميز پاچا ياحاكم  نوم دى، چې د دغې سيمې د ابادۍ اوكرنيزې ودې لپاره به يې امركړى وي. دغه ليك پريوه کږه و کيڼه (ناهمواره) تيګه، چې ۸۵x۱۱۶ سانتي ميتره پراخه ده او له خپل اصلي ځاى نه رابېله شوې كښل شويدى.

د ډبرليك تاريخ د هخامنشيانو وروستنۍ دورې ته رسيږي او د هخامنشيانو د منظمو ډبرليكونو په توپير په غيرعادي بڼه په پنځه ليكو كې، پر مرجاني تيګه توږل شويدى. لومړنۍ درې ليكې يې له وروستيو دوه ليكو څخه اته سانتي ميتره لېرې دي او د لومړنيو ليكو په توپير نامنظمې ليكل شويدي.

د ډبرليك ځيني توري په ډېره ښه توګه توږل شوي. د متن په منځ كې دوه شكلونه هم تر سترګو كيږي. چې يو يې د درېيمې ليكې په پيل كې د درې ګوټيز تاج په ډول دى او بل يې يوه كرښه ده، چې د درېيمې او څلورمې ليكې ترمنځ كږه وکيڼه ده كښل شوېده. ډبرليك په څو بېلابېلو سبكونو توږل شويدى.

همداشان د ډبرليك په اړه نورو لرغونپوهانو او ژبڅېړندويانو هم يادونې كړي، په دې لړكې دايران د بوشهر يوتن لرغونپوه علي اكبر سرفراز وايي، چې نوموړى ډبرليك پر دغه ټاپو باندې لومړى مرجاني ډبرليك دى. نوموړي ويلي،كېداى شي د خارك ټاپو پنځه لس زره كاله وړاندې له اوبو نه راوتلى وي.

زړه پارسي هغه ژبه ده چې دونيم زره کاله د مخه د ايران په پارس کې ويل کيده او د هخامنشي پاچاهانو درباري ژبه وه، خو د دې ژبې کوم کتاب اوس ندى پاته، يوازې د ايران او مصر پر ځينو غرو باندې د دې ژبې يو څو ډبرليکونه په ميخي ليک پاته دي چې ټول ٤٠٠ لفظونه کېږي. (صلاحي، د کوشاني دورې د ژبوڅېړنه،٥٤ مخ) د هخامنشيانو د پېر ډېر مهم ډبر ليک (بېستون) دى، چې د علامه عبدالحى حبيبي د څېړنې له مخې ځيني کلمې يې له پښتو کلمو سره يوآرې دي.

په خارګ ډبر لیک کې هم د بېستون ډبرلیک په شان ډیرې داسې کلمې تر سترګو کیږي چې پښتو یا پښتو ته ډېرې نژدې دي. زما د دې لیک هدف یوازې دا دی چې د پښتو  تاریخي ژبپوهنې، تاریخپوهانو او ژبڅیړندویانو پام خارګ ډبرلیک ته واړوم، چې مالومه کړي د خارک ډبر لیک او ټاپو اړیکه له پښتو ژبې، د پښتنو نیکونو له واکمنۍ سره شته او کنه. ځکه زموږ ګاونډیو قومونو د مړیو مال په ډول د پښتنو تاریخ، ویاړونه، ژبه، کلتور هر څه په ځان پورې تړلي او هغه څه چې یې بد راغلي هغه یې په پښتو او پښتنو پورې تپلي دي او هان اوس هم دا لړۍ روانه ده.

زه د خارګ ډبرلیک د ژبې او خارګ ټاپو کې د پښتنو نیکونو د واکمنۍ په اړه اخري خبره نشم کوای خو ځيني ټکي به هرومرو یاد کړم.هغه دا چې د خارګ ډبرلیک دواړو پوهانو  له لوستنې څخه دا واضح ښکاري چې پښتو یا پښتو ته نژې کلمې پکې شته دي، لکه: (هَـه/ د (و، وو، ول) په مانا چې په اویستايي ژبه کې هم  اهۀ ah  د ول، کېدل اوشول په مانا موجوده ده. بله کلمه (mai)،(زما، مې) په مانا په پښتو کې دا اوس هم په همدغسې ماناو ژوندۍ ده. همدا راز (هَـ) د (هه، خه، ښه، شه ) په ماناو له امکان نه لېرې نه ښکاري.  همدغسې( کا، خا) د ( څا او کوهي) له ماناو سره تړښت درلودای شي.

بله کلمه (سـاکـوشـا) چې د پښتو ژبې له ساک سره تړلی ښکاري. سکیتیان یا ساکان، چې په وروستیو څيړنو کې پښتانه تر ډیره بریده د همدغو خلکو له اصله ګڼل کیږي. د پښتنو په ټبرونوکې د (ساک) په نامه يو ټبر شته ، چې د افغانستان د ځينو مهمو تاريخوالو لخوا (سهاک، ضحاک، اژدهاک ؟) هم یاد شوي دي. همداشان په پښتو کې د(سکه) په نامه يو ويی هم شته.(زیار، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې) سکه، هغه خپلوان (ورور، خور….) ته ويل کيږي چې يو چاته ډېر نژدې وي  يا له يو پلاره – موره زېږېدلي وي.

د دې ډبر لیک د ژبې په اړه لا هم د ایراني پوهانو تر منځ ټولمنلی نظر موجود شوی ندی نو هیله ده چې د خارګ ډبرلیک او خارګ ټاپو تاریخ په اړه پښتانه څانګوال هم هر اړخیزه څيړنه وکړي او ځان پوه کړي، چې ایا دا ډبر لیک خو به د پښتنو په نیکونو پورې اړه نلري؟

 

اخځليک

  1. صلاحي، محمد نبي.  د کوشاني دورې د ژبو څیړنه. کابل: افغان مسلکي مطبعه، ۱۳۸۵.
  2. “Avestan Dictionary.” www.avesta.org. Accessed, 2007. https://www.avesta.org/avdict/avdict.htm#dctm.
  3. http://www.chn.ir/news/?section=2&id=43479. Accessed, 2007.
  4. http://www.chn.ir/news/?Section=2&id=43508. Accessed, 2007.
  5. http://62.193.18.228/index_view.asp?code=158078. Accessed, 2007.
  6. http://www.chn.ir/news/?Section=2&id=44031. Accessed, 2007.
  7. http://www.chn.ir/news/?Section=2&id=43883. Accessed, 2007.
  8. http://www.chn.ir/news/?Section=2&id=43577. Accessed, 2007.
  9. http://www.iran-newspaper.com/1384/840805/html/report.htm. Accessed, 2007.
  10. http://navasepantamminoo.blogfa.com/post-98.aspx. Accessed, 2007.
  11. http://www.chnpress.com/news/?section=2&id=7401. Accessed, 2007.
  12. http://www.iranmania.com/News/ArticleView/Default.asp?NewsCode=55943&NewsKind=CurrentAffairs. Accessed, 2007.

[1]

2 COMMENTS

  1. د دی ډبرلیک یی په پښتو څه؟ ما خو د پښتو په رابط څه پیدا نکړل فقط دوه کسو دا ډبرلیک د خپل علم پر بنیاد لوستی دی ـ د پښتو پکی هیڅ څه نښکاری ـ

  2. ښکلی لیکنه مو کړی ده. زمونږ ژبڅیړونکی باید هم دغه ډول څیړنی وکړی ځکه دا به زمونږ د تاریخ او زمونږ د ژبی د سرچینی د مالومولو په اړه ډیر ګټور تمام شی. نور قومونه خو مونږ ته کله د یهودو خطاب کوی او کله راته وایی چی مونږ ددوی ځمکی لاندی کړی دی. تیره ورځ می په فیسبوک کی د یو چا په صفحه لوستل چی هغه ادعا کوله چی سلګونه کاله وړاندی په کابل او شاوخوا سیمو کی یی پښتانه هیڅ نه وو او په دی وروستیو کلونو کی دلته میشت شوی خلک او یا دا چی ددی ځای اصل خلک د ختیځو ولایتونو د خلکو په ګډون د پښتنو تر تاثیر لاندی په پښتو خبری کول شروع کړی دی. یانی د هغه اشاره دی ته وه چی پښتانه یواځی سویلی ولایتونه کی میشت ول او اوس دلته راغلی دی.
    ماته هم ډیره جالبه ده. په شمالی سیمو کی خو مو هیڅ نه منی، اوس مو د ختیځو ولایتونو څخه هم ځغلوی که څنګه…
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب