Homeخبرونهد یوه خیریه بنسټ لخوا د هرات زلزلو ځپلو ته د ۵۰...

د یوه خیریه بنسټ لخوا د هرات زلزلو ځپلو ته د ۵۰ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

 تاند(چهارشنبه، د میزان ۳مه) د قمرخیریه بنسټ مسوولین وايي چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سربلند کلي کې د ۵۰ کورونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د دغه بنسټ مرستيال احسان الله وايي، چې تر دې وړاندې يې د دغه ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې پر زیانمنو کسانو خوراکي توکي، جامې او خیمې وېشلې دي.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئیس او له زلزله ځپلو سره د مرستې د کمېسيون وياند مولوي احمدالله متقي وايي، هڅې روانې دي چې ژر تر ژره د پاتې کورونو د جوړولو عملي چارې پيل شي.

نوموړی دغه راز ټینګار کوي چې د استوګنې کورونه دې په پاخه او اساسي توګه جوړ شي او دوی به د دغو کورونو د جوړولو له بهیر څخه څارنه کوي.

    څو ورځې مخکې هم د یاد ولایت د زنده جان ولسوالۍ په یوشمېر کلیو کې د استوګنې کورونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوې وې، چې اوس هم دوام لري.

د راپورونو له مخې، د هرات وروستیو زلزلو زرګونه کورونه ویجاړ کړي.

طالب چارواکو ژمنه کړې چې عادي ژوند ته د زلزله ځپلو تر ستنیدو به هغوی سره مرستو ته دوام ورکوي.

زلزله ځپلي بیا دوی ته اعلان شوې مرستې د قناعت وړ نه بولي او وایي تراوسه ډېره ناڅیزه همکاري ورسره شوې او اندېښمن دي چې په را نږدې ژمي کې به څه برخلیک سره مخامخ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...