Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتانارستنان د ایران پر ځای افغانستان ته مستقیم ترانزیتي دهلېز پرانیزي

تانارستنان د ایران پر ځای افغانستان ته مستقیم ترانزیتي دهلېز پرانیزي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) کازان خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د روسیې د تاتارستان جمهوریت، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د یوه درې‌اړخیز ترانزیتي دهلېز تړون په مې میاشت کې د «کازان فورم» په څنډه کې لاسلیک شي.

د راپور له مخې، دا لاره د «شمال–جنوب» دهلېز بدیل ګڼل کېږي، ځکه چې په ایران کې د جګړو له امله د دې لارې کارول ستونزمن شوي دي.

رستم حبیبولین، چې په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رئیس دی، د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دا دهلېز کولی شي د روسیې او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد لپاره نوې لاره برابره کړي.

هغه زیاته کړه چې دا مسیر به د اروپا او اسیا هغو شرکتونو ته هم ګټور وي چې د خوندي ترانسپورتي لارو په لټه کې دي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د دې پروژې له اصلي ملاتړو څخه دی، او تمه کېږي چې لومړی پېټی (محموله) به له تاتارستان څخه افغانستان ته ولېږل شي.

همداراز ویل شوي چې د تاتارستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولګ کوروبچنکو، دا موضوع له نژدې تعقیبوي.

کازان خبري اژانس زیاته کړې چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د تاتارستان د حلال محصولاتو لپاره یو مهم بازار ګرځېدلی دی.

د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د ۵۱.۷ میلیون ډالرو په ارزښت حلال محصولات اخیستي، چې دا د تېر کال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. خو د دې وارداتو ډېره برخه په غیر مستقیم ډول د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې ترسره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب