تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) اپل یو ځل بیا د ځیرک موبایلونو په نړۍ کې د لوی بدلون راوستلو لپاره چمتووالی نیسي. د نوو راپورونو له مخې، شرکت د دودیزو اپډېټونو پر ځای خپل لومړنی قاتېدونکی یا قاتي آیفون جوړوي، چې د کاروونکو تجربه په بشپړه ډول بدلولی شي.
دا قاتي آیفون به د کتاب په څېر پرانیستل او بندېږي، او دا ډیزاین به له اوسنیو سمارټ فونونو سره ډېر توپیر ولري. د معلوماتو له مخې، کله چې دا وسیله پرانیستل شي، شاوخوا ۷.۸ انچه لوی سکرین به ولري، او کله چې تاو شي، نو ۵.۵ انچه کوچنی صفحه یا ډیسپلې به وړاندې کړي.
سرچینې وايي چې په دې وسیله کې به ځواکمن A20 Pro چیپ نصب وي، چې د فعالیت کچه به لوړه کړي، او ۵۵۰۰mAh بیټرۍ به اوږد استعمال یقیني کړي. سربېره پر دې، د ویډیو لیدلو، ګېم لوبولو او څو کاره (ملټي ټاسکینګ) تجربه به یې تر پخوا ډېره ښه وي.
د کمرې په ډیزاین کې هم د بدلون تمه کېږي، چې ښايي له iPad Pro څخه یې الهام اخیستی وي. په دې کې به ساده خو عصري تور ډیزاین او دوهګونې کمره سیستم شامل وي.
راپورونه ښيي چې اپل ښايي دا نوښتګره وسیله د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې معرفي کړي، چې ښايي د ځیرکو ملفونونو په بازار کې نوې دوره پیل کړي.