Homeخبرونهد ازبکستان د باندنیو چارو زیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د...

د ازبکستان د باندنیو چارو زیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو هرکلی وکړ

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) د اوزبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په ټېلیفوني خبرو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو هرکلی کړی دی.

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني ساري اسحاق ډار سره په خبرو کې پر دې ټینګار وکړ چې «د ستونزو د حل لپاره له ډیپلوماټیکو لارو د دوامدارو خبرو اهمیت ډېر مهم دی».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چیت په اورومچي ښار کې خبرې روانې دي. د طالبانو یو پلاوی، چې د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو وزارتونو غړي پکې شامل دي، د دغو خبرو لپاره چین ته تللی دی.

ویل کېږي چې پاکستان د چین تر فشار لاندې په دې خبرو کې برخه اخیستې ده.

اوزبکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه یې پرله‌پسې اندېښنه څرګنده کړې ده. دا هېواد له دواړو لورو سره د نژدې سوداګریزو او اقتصادي اړیکو له امله د دغو تاوتریخوالو له اغېزو متاثره شوی دی.

د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ ترانزیتي لارې په وروستیو میاشتو کې له خنډونو سره مخامخ شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅه کوي د سیمې له پروژو او د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا بازارونو ته لاسرسی ومومي، خو روانو تاوتریخوالو د دغو سوداګریزو پلانونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

اوزبکستان همداراز غواړي چې له پاکستان سره د خپل تجارت کچه تر ۵ میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي. په همدې وخت کې، د دغه هېواد او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، چې د دواړو خواوو په اقتصادي اړیکو کې بې‌سارې بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب