تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه) د امریکا د عدلیې وزارت دوايي، د دغه هیواد د محکمې له هغو اسنادو سره سم چې د جمعې په ورځ خپاره شول، د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر د امریکا متحدو ایالتونو ته د هیروئینو او مېتامفېټامینو د ناقانونه واردولو د دسیسې او د وسلو اړوندو جرمونو په تور نیول شوی او پرې رسمي تورونه لګول شوي دي.
عبدالظاهر قدیر، چې د افغانستان د سرحدي ځواکونو پخوانی جنرال او د ملي شورا د ولسي جرګې پخوانی مرستیال هم و، د امریکا د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ په فدرالي محکمه کې له څو تورونو سره مخامخ دی. په دغو تورونو کې د نشهيي توکو د واردولو دسیسه او د ماشیندارو وسلو او ویجاړوونکو وسلو د ساتلو او لېږد دسیسې هم شاملې دي.
د امریکا د سي بي ایس نیوز تلویزیون د راپور له مخې، قدیر د جمعې په ورځ په نیویارک کې د محکمې ته حاضر شو او قاضي حکم وکړ چې د محاکمې تر ترسره کېدو پورې دې په توقیف کې پاتې شي.
د امریکا د نشهيي توکو ضد ادارې (DEA) د یوه ځانګړي اجنټ په لیک کې راغلي، چې قدیر د ۲۰۲۴ کال له نوومبر راهیسې له یوه محرم خبرورکوونکي سره، چې له DEA سره یې همکاري کوله، د نشهيي توکو د قاچاق په اړه خبرې کولې.
د سند له مخې، یوه میاشت وروسته نوموړي په جنوبي افریقا کې دد امریکا د نشهيي توکو ضد ادارې پر یوه همکار د ازمیښتي محمولې په توګه دوه کیلوګرامه مېتامفېټامین وپلورل.
په راپور کې ویل شوي چې د دې لومړۍ محمولې په بدل کې د ۱۴ زره امریکايي ډالرو له ترلاسه کولو وروسته، قدیر په ۲۰۲۵ کال کې هم له خبرورکوونکي سره د سلګونو کیلوګرامه هیروئینو او مېتامفېټامینو د پلور په اړه خبرو ته دوام ورکړ.
نوموړي همداراز د سلګونو ټوپکونو، درنو ماشیندارو وسلو، تومانچو، راکټي لاسي بمونو، لاسي بمونو او زرګونو مرمیو د پلورلو ترتیبات هم نیولي وو.
د لیک له مخې، د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې محرم خبرورکوونکي قدیر ته ویلي و چې غواړي د امریکا په بازار کې د پلور لپاره له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلوګرامه هیروئین او مېتامفېټامین او همداراز یادې وسلې واخلي.
ویل کېږي قدیر د غوښتل شویو وسلو بیې هم ورکړې وې او ویلي یې و چې که د سپارلو ځای ورته وښودل شي، نو کولی شي د درېیو ورځو په موده کې ټولې غوښتل شوې وسلې او مهمات وسپاري.
د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې قدیر د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ. هغه ګومان کاوه چې له هغې ډلې سره ګوري چې ګواکې د نشهيي توکو د قاچاق سازمان دی، خو په حقیقت کې غونډه د د امریکا د نشهيي توکو ضد ادارې DEA له څو پټو خبرورکوونکو سره وه.
تر غونډې وروسته، د کینیا چارواکو هغه ونیوه او د جمعې په ورځ امریکا ته وسپارل شو.
د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانش په یوه اعلامیه کې ویلي:
«عبدالظاهر قدیر، چې ځان یې د افغانستان یو سیاسي مشر باله، په حقیقت کې د خطرناکو او اعتیاد راوړونکو نشهيي توکو او درنو وسلو د یوې جنایي شبکې مشري کوله. د DEA څېړنو د هغه دا پراخ جنایي فعالیت پای ته ورساوه، او اوس به په امریکا کې د عدالت مخې ته ودرول شي.»
که قدیر په محکمه کې مجرم وپېژندل شي، د نشهيي توکو د تور له امله لږ تر لږه ۱۰ کاله بند او د وسلو د تورونو له امله لږ تر لږه د ۳۰ کاله بند سزا ورکول کېږي. د دواړو تورونو اعظمي سزا عمري بند ده.
د نیویارک په جنوبي ولسوالۍ کې دا قضیه تر هغه څه باندې یوه میاشت وروسته ثبت شوه چې امریکايي څارنوالانو د محمد باقر سعد داوود الساعدي په نوم د یوه عراقي وګړي پر ضد هم دوسیه اعلان کړه. نوموړی تورن دی چې په امریکا، په ځانګړي ډول په نیویارک کې پر یوه یهودي بنسټ، د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو پلان درلود.
ظاهر قدریر چې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د امریکا په غوښتنه نیول شوی و، پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي وو خو له دې سره سره کینیا امریکا ته وسپاره.