تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) اکسیوس خبري وېبپاڼې راپور ورکړی چې امریکا ایران ته تر نن، شنبې پورې مهلت ورکړی څو په زعرده اعلان وکړي چې په هرمز تنګي کې پر بېړیو بریدونه غندي او ژمنه وکړي چې دا ډول بریدونه به دروي.
د امریکا درېیو چارواکو د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي، دا پیغام ایران ته هم په مستقیم ډول او هم د سیمې د منځګړو له لارې رسول شوی دی.
نورو سرچینو هم ویلي، جګپوړو امریکایي چارواکو اعلان کړی چې واشنګټن غواړي ایران په ښکاره ډول اعلان وکړي چې په هرمز تنګي کې به پر بېړیو بریدونه نه کوي او په دې اوبلارې به ټولې کښتۍ له هر ډول فیس یا محصول څخه پرته په ازاد ډول تګ راتګ کولی شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغو چارواکو له لږ شمېر خبریالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ خبرې رغنده وې.
یوه امریکایي چارواکي ویلي:
«زموږ غوښتنه دا ده چې ایران یوه اعلامیه خپره کړي او په هغې کې تایید کړي چې د هرمز تنګي ټولې لارې پرانیستې دي او نور به پر بېړیو ډزې نه کوي. یا به دا اعلامیه ترلاسه کړو، او یا به پایله د دوی لپاره ښه نه وي.»
د یوه بل لوړپوړي امریکایي چارواکي په وینا، ایران واشنګټن ته ویلي چې په هرمز تنګي کې وروستي بریدونه د دغه هېواد د واکمن نظام د یوې داسې ډلې له خوا شوي چې د مرکزي حکومت له کنټرول څخه بهر ده.
یوه بل امریکایي چارواکي هم ویلي، داسې ښکاري چې اوس په ایران کې د سختدریځو او عملپالو ډلو ترمنځ د واک پر سر سیالي روانه ده.
د روانې اوونۍ په ترڅ کې پر درېیو بېړیو له بریدونو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې پر ځینو هدفونو د پوځي بریدونو امر وکړ او اعلان یې وکړ چې د جون میاشتې اوربند نور پای ته رسېدلی دی.
پولیټیکو مجلې هم د جمعې په ورځ، د هغو جګپوړو امریکایي چارواکو له قوله چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي، راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره له ایرانه غواړي یوه اعلامیه خپره کړي او ژمنه وکړي چې هرمز تنګی به د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرته له محصول څخه پرانیستی ساتي او پر سوداګریزو بېړیو به بریدونه بندوي.
د دغو چارواکو له ډلې یوه یې پولیټیکو ته ویلي، امریکا ایران ته لنډ مهلت ورکړی چې اعلان وکړي هرمز تنګی خلاص دی. د هغه په وینا، واشنګټن تمه لري چې ایراني چارواکي به د شنبې ورځ له عماني چارواکو سره په کتنه کې همدا دریځ خپل کړي.
هغه زیاته کړه:
«که د دوی دریځ همدا نه وي، نو ورځ به یې ښه نه وي.»
بل چارواکي ویلي، امریکا غواړي په دې اعلامیه کې داسې برخه هم شامله وي چې په څرګند یا لږ تر لږه په ضمني ډول ومني چې ایران په وروستیو پېښو کې د تخریبي کړنو مسوول و.
هغه ادعا وکړه چې ایراني چارواکو دا موضوع په خصوصي خبرو کې له امریکایي لوري سره منلې ده.
دغه چارواکي دا هم وویل، ایران باید د هر ډول وروستۍ هوکړې په چوکاټ کې امریکا ته «اتومي دوړې» (منظور یورانیم دي) وسپاري.
هغه وویل:
«موضوع ډېره ساده ده؛ که دا مواد موږ ته ونه سپاري، هېڅ هوکړه به ونه شي. موږ ډېر نور انتخابونه هم لرو. که دوی د دغو موادو له سپارلو انکار وکړي، پوځي، ډیپلوماټیک او اقتصادي فشارونه لا هم زموږ په واک کې دي.»
همدغه امریکایي چارواکي ومنله چې ښايي په پای کې اوږدمهاله هوکړه ترلاسه نه شي.
درېیم لوړپوړي امریکایي چارواکي اوسنی وضعیت «د انتظار او لیدلو پړاو» وباله او ویې ویل چې ایران غوښتل د علي خامنهيي د جنازې تر مراسمو، چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شول، وروسته د ځینو مهمو موضوعاتو د وروستي کولو لپاره انتظار وباسي.
دوهم امریکایي چارواکي وویل:
«موضوع یوازې دوه پایلې لري؛ یا به هوکړې ته رسېږو او یا به نه رسېږو. وخت به وښيي چې هر څه څنګه مخ ته ځي.»