تاند (شنبه، د چنګاښږ سرطان ۲۰ مه) د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د غړو هېوادونو وزیران او جګپوړي چارواکي به د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د ښځو د حقونو او پیاوړتیا په اړه په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره سره راټول شي.
ټاکل شوې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځینه وزیرانو په نهمه غونډه کې د دې سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو شاوخوا ۱۹۰ استازي، د سازمان چارواکي، څارونکي او یو شمېر مخکښې ښځې ګډون وکړي.
دا غونډه، چې په هر درو یا څلورو کلونو وکې یو ځل جوړېږي، د غړو هېوادونو د ښځو د حقونو د پرمختګ بهیر ارزوي، ملي پالیسۍ سره شریکوي او د ښځو د ټولنیز ګډون د پراخولو لپاره نوي چوکاټونه تصویبوي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د سږ کال غونډه به د ښځو د سیاسي، اقتصادي او مسلکي ګډون پر پیاوړتیا، مالي سرچینو او ټکنالوژۍ ته د هغوی د لاسرسي پر ښه کولو او په ډیجیټلي ډګر کې د جنسیتي واټن پر کمولو تمرکز ولري.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې غونډې موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د داسې شرایطو برابرول دي چې ښځې وکولای شي په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې لا اغېزناک رول ولوبوي.
په خبرپاڼه کې راغلي:
«دا د لوړې کچې غونډه مشران او پالیسي جوړونکي سره راټولوي، څو د ښځو د پیاوړتیا، د جنسیتي برابرۍ د ودې او د دوامدارې راتلونکې په جوړولو کې د ښځو د لا ډېر ګډون لپاره اغېزمنې لارې چارې وڅېړي.»
د اسلامي همکاریو سازمان د ښځینه وزیرانو مخکینۍ غونډه په ۲۰۲۱ کال کې د مصر په قاهره کې جوړه شوې وه، چې تمرکز یې د ښځو پر پیاوړتیا، د ملاتړ پر چوکاټونو او د هغوی پر ټولنیز او اقتصادي ګډون و.
که څه هم افغانستان لا هم د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی، خو د شنبې تر ورځې طالبانو حکومت په رسمي ډول نه ده تأیید کړې چې دې غونډې ته به کوم پلاوی واستوي.
طالبانو تېر کال هم هغه بلنه ونه منله چې په اسلاماباد کې د اسلامي ټولنو د نجونو د زدهکړو په اړه په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ورکړل شوې وه.