پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، ۶ پاکستاني پوځیان یې وژلي

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، ۶ پاکستاني پوځیان یې وژلي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۹ مه) د بلوچستان په پنجګور او بولان سیمو کې د بلوچ بیلتون غوښتونکو په بریدونو کې لږترلږه ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) نن ادعا وکړه چې د دوی وسله والو دا بریدونه په بولان او پنجګور کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په ځواب کې وکړل.

دا بیلتون غوښتونکی ځواک وايي چې د پاکستان پوځ له تېرو اوو ورځو راهیسي په بولان او پنجګور سیمو کې د دوی په وینا پوځي یرغلونه پیل کړي چې په نتیجه کې یې د عامو خلکو پر کورونو د هاوان ګولۍ لګېدلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز وايي چې د پاکستان پوځ، چې دوی یې غاصب ځواک بولي، ښځې او ماشومان د انساني ډال په توګه کارولي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په وینا، وسله والو یې له اتومات سپکو او درنو وسلو څخه په کار اخیستو نه یوازې د خپل دښمن ۶ پوځیان وژلي بلکې ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

بلوچستان له ډیرو کلونو راهیسي نارام دی. په دې ایالت کې بلوچ بیلتون غوښتونکي هر څه موده وروسته د پوځ پر مرکزونو بریدونه کوي خو د دوی بریدونه او په پایله کې یې د مرګ ژوبلو راپورونه په سیمه کې د خبریالانو د نه شتون له کبله تایید یا رد کېدای نه شي.

2 COMMENTS

  1. په لاس کښې مو برکت غازیانو تر څو چی کولی شې دا د انګلیس بچیان مردار کړې او خپلی ازادی اخستلو لپاره مبارزه ګړندې کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...