یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد پنکج اوداس مړینې د غزل موسیقي خواره کړه

د پنکج اوداس مړینې د غزل موسیقي خواره کړه

تاند – نامتو هندي سندرغاړی پنکج اوداس د دوشنبې په ورځ د ۷۲ کلونو په عمر سا پرې کړه.

د اوداس د مړینې خبر د ده لور نایاب اوداس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ.

هغې د خپل پلار د مړینې علت نه دی څرګند کړی او یوازې یې ویلي چې پلار یې له اوږدې مودې راهیسي ناروغ و.

د موسیقي په تېره بیا د غرل د موسیقۍ مینه والو د پنکج اوداس په مړینه خواشیني ښوولې ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په یوه پیغام کې ویلي چې پنکج اوداس د هند د موسیقۍ د لارې مشال و او نغمې به یې د راتلونکو ګڼو نسلونو زړونو ته ارام ورکوي.

اوداس په خپل هنري ژوند کې تر ۵۰ ډیر البمونه خپاره کړي. ده نه یوازې غزلونه ویل بلکې فلمي سندرې یې هم ویلې.

خو د ده اصلي مینه له غزل سره وه. ده په ۲۰۱۸ م کال د ګوګل له لوري په یوه بانډار کې وویل:

«زما زړه تل په غزل کې بند وي، سینما جاذبه لري خو زما لپاره لومړی انتخاب سینما نه وه او نه ده.»

پادامیشري پنکج اوداس د ۱۹۵۱ د مې په ۱۷ مه د ګوجرات ایالت په جیتپور ښار کې زېږېدلی.

د ده پلار کیشوبهايي اوداس دلبربا غږوله، چې د هند د موسیقۍ یوه دودیزه آله ده. مور یې جیتوبین اوداس سندرې ویلې. او دواړو وروڼو یې، منهار او نیرمال هم مسلکي سندرغاړي دي.

پنکج اوداس د هند کلاسیکه موسیقي وویله او دې موسیقۍ ته یې یوازې په دې خاطر مخه نه کړه چې موسیقي د دوی په کورنۍ کې وه، بلکې ده به له راډیو څخه د بېګم اختر سندرې اورېدې چې په هند کې یې د غزل موسیقي ډېره عامه کړې ده.

د پنکج اوداس شهرت په ۱۹۸۶ کې هغه مهال پیل شو چې د نام په نامه فلم ته یې سندرې وویلې. په دغو سندرو کې یوه هم «چُټي آيي هې» ده چې ډېره مشهوره شوې ده.

اوداس په بالیووډ‌ یا د هند په سینما کې د غزل له رواجولو سره ډېره مرسته کړې ده حال دا چې پخوا په فلمونوکې غزل نه و یا ډېر لږ و.

د ده مړینه د جیګجیت سینګ له مړینې وروسته د غزل د موسیقۍ لپاره یوه بله لویه تشه ګڼل کېږي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب