یکشنبه, مې 5, 2024
Home+خوني پوځ | محمود مرهون

خوني پوځ | محمود مرهون

ياداښت: دا نکل د افسانوي هينداره په لومړي ټوک کي خپور سوئ.

 دوه زره کاله مخکي په هندوستان کي د یوه راجه حکومت وو چي سنامي نومیدى، ډېر انصافداره زړه سوانده او نیک راجه وو د خپل حکومت د نظام چلولو دپاره یې په زرو سپاهیان او پوهان خلق په حکومت کي شامل کړي وه او د راجه د حکومت ټول درامد د خپل ولس د ترقۍ د پاره مصرفیدى او ټول خلک خوشحاله وه.

 راجه فقط یو زوی درلودى چي کوشان نومیدی هغه د تعلیم د پاره یې ښه ښه استادان مقرر کړي وه، د راجه په وطن کي یوې خواته غر وو بلې خواته سمندر او شاته یې شین او آباد ځنګل وو.یوه ورځ راجه په خپل محل کي ناست وو خبر سو چي د غره د خوا څخه د ځینو نابلده خلکو یوه قافله راغلې ده چي اوږده او سره ورېښتان یې دي او تر ښار د باندي دېره سوي دي. د راجه جاسوسان پسي څرک سوه چي د دغه خلکو په باره کي معلومات راټول کړي او راجه ته یې وړاندي کړي.ماښام راجه ته وزیر وویل په دغه قافله کي یوه ښځه کوچنی او بوډا نسته ټول ځوانان دي او بدنونه یې د حیوانانو په پوستو پټ کړي دي ډېر طاقتور آسان ورسره دي او په لاسونو کي يې تیرې توري او تبرونه دي.راجه پرېشانه سو فکر یې کوئ چي څنګه به د دې خلکو دفاع کوم ځکه چي ده فوج نه درلودى او نه يې د پولیسو درک وو.راجه د خپل دربار یو څو کسه دغه خلکو ته ور واستول چي ورسئ پوښتنه ځني وکئ چي دئ په کم مقصد پسي راغلي دي او مطلب یې څه دی.د راجه څلور درباریان چي هیڅ اسلحه نه وه ورسره پر آسانو سپاره سوه قافلې ته ورغله او د لاس په اشاره یې ورته وویل موږ غواړو ستاسي د سردار سره ووینو.

 یو ګړی وروسته د چمړې د خیمې څخه یو غټ او پهلوان وزمه سړی راووتى په ملا یې یو پنډ تبر ځړېدی سره ورېښتان یې وه او سترګي یې لکه د اور سکروټي ځلیدلې.د راجه درباریانو د هغه سره خبري شروع کړې هغه درباریانو ته ویل چي دوی د مځکي فوجیان دي او د راجه د ساتنې د پاره راغلي دي ځکه چي په راتلونکي نژدې وخت کي امکان سته چي د راجه پر حکومت باندي حمله وسي موږ مار باچا را استولي یو او راته ویلي یې دي چي تاسي به د راجه ساتنه کوئ.

دغه سړی موریا نومیدى وروسته یې د خپل آس څخه یو کڅوڼه را کښته کړه او خلاصه یې کړه د هغه څخه یې یو تور مار راوکیښ لکه امیل په خپله غاړه کي یې واچاوه یو ګړی کښینستى مځکي ته یې کتل بیرته ولاړ سو آسمان ته یې وکتل او په زوره یې چغه کړه.زما دي د مار باچا په ذات قسم وي موږ د راجه د ساتني دپاره راغلي یو.

 د راجه درباریان بیرته راجه ته راغله ټول بیان یې ورته وکړى راجه په سوچ کي سو ځکه چي ده تر ننه پوري د مار باچا نوم نه وو اورېدلي او نه دا ورته معلومه وه چي د غره ها خوا ته هم یو څوک اوسیږي.آخير راجه ته د هغه درباریانو دغه رایه ورکړه چي اول خو موږ بايد موریا ته د مار باچا دپاره ښه قیمتي تحفې واستوو او وروسته ورته و به وایو چي ستا ډېره مننه کور مو ودان مګر موږ د هیچا څخه نه بېرېږو تاسي مهرباني وکړئ بیرته ولاړ سئ.

راجه دوهمه ورځ دوه زورور آسان، لس د اصل ورېښم تانونه، یوه لمن سره زر او جواهرات او مرغلري یوه درباري ته ورکړه او ورته ویل ورسه دغه تحفې موریا ته ور وړه او زما د خوا څخه ورته ووایه چي دا د مار باچا دپاره تحفه ده تاسي مهرباني وکړئ بیرته ولاړ سئ.درباري تحفې موریا ته ور وړې هغه تحفې ځني واخستې او سم دستي یې د راجه د سفیر سر په تبر و واهه په ډېر ظلم یې مړ کړى او خپلو ملکرو ته یې اشاره وکړه چي د راجه د محل پر خوا درځئ. ټول پر آسانو سپاره سوه د راجه د محل پر خوا روان سوه. راجه د خپل محل پر بام ولاړ وو موریا او د هغه ډله یې ولیدله چي د محل پر خوا را روان دي وارخطا سو دستي یې امر وکړی چي د ښار دروازې وتړئ.چوکیدارانو د ښار دروازې وتړلې وروسته راجه خپل زوی کوشان راوغوښت او ورته و يې ویل زویه پر وطن باندي مصیبت راغلی دی داسي د سرو ورېښتانو والا خوني فوج راغلی دی غواړي چي موږ ټول مړه کړي موږ د دوی د مقابلې دپاره فوج هم نه لرو او نه داسي راته معلومیږي چي دوی به ضرور پر وطن باندې قبضه وکړي.راجه خپل زوی ته ویل اوس تا ته په کار ده چي بلي خواته ولاړ سې تر څو طاقت تر لاسه کړې او د دغه خلقو څخه حکومت بیرته واخلې. کوشان راجه ته ویل زه نه ځم او غواړم چي ستاسي سره یو ځای د خوني فوج پر خلاف جنګ کي برخه واخلم.راجه ویل زویه ته یوازي یې د هغه خونیانو سره مقابله نه سې کولای ته اوس وتښته اوس مقابله نه سې ورسره کولای که نه زموږ سره به دي یو ځای مړ کړي.

 د راجه زوی مجبوره سو دستي یې شاهي کالي وکښل د یو معمولي بزګر کالي یې واغوستل یو تیره خنجر یې په کالو کي پټ کړى د پلار څخه یې رخصت واخستى او د ښار څخه دباندي ووتى.د زوی تر تګ وروسته راجه خپل درباریان را وغوښتل او د هغو سره يې په دې باره کي صلا او مشوره وکړه.ځیني درباریانو مشوره ورکړه چي موږ بايدد موریا خبره ومنو کیدای سي چي رشتیا هم هغه مار باچا زموږ د ساتني دپاره را استولى وي. راجه ورته ویل ستاسي دغه فکر غلط دی دغه ټول ځنګلیان او جاهله خلق دي راجه د ټولو درباریانو سره په دې باره کي خبري وکړې وروسته یې دا فیصله وکړه چي موږ بايد تر ټولو دمخه د موریا سره خبرې وکړو.راجه د محل بام ته وختی چي لاندې یې وکتل د ښار د دروازې مخ ته موریا سره د خپل لښکر ولاړ وو په زوره یې چغي وهلې.دروازه راخلاصه کړئ کنې موږ دروازې ته اور ور اچوو. راجه پوهیدى چي دوی ځنګلیان خلق دي که مو دروازه ور خلاصه نه کړه رښتیا هم دروازې ته اور وراچوي.راجه د خپل ملت د خلاصون دپاره خپلو نوکرانو ته امر وکړى چي د ښار دروازه خلاصه کړئ. چي څنګه د ښار دروازه خلاصه سوه موریا او ورپسي د هغه ډله په ښار ننوتل راجه ورمخ ته سو دوی یې خپل محل ته بوتله هلته یې میلمانه کړه.په محل کي چي د ډوډۍ خوړلو وروسته راجه د موریا سره خبري وکړې نو دا خبره ورته معلومه سوه چي موریا او د هغه ډلي څخه ځان خلاصول ډېر مشکل کار دی.راجه اعلان وکړى چي د دې په ایسته موریا د ښار والي دی او د ښار ټول انتظام د ده په لاس کي دی.په څو ورځو کي موریا د راجه څخه ټول حکومت قبضه کړى وروسته یې د ښار په منځ کي پر یو لوی چوک د مار باچا درمسال جوړ کړى او ټولو خلقو ته یې امر وکړى چي د دې په ایسته به د مار باچا عبادت کوئ او که مي واورېدل چي فلاني د مار باچا عبادت نه وو کړی پر سر به یې اور ور بل کړم.خلک مجبوره سوه اوس نو د دې په ایسته ټول خلق د مار باچا درمسال ته ورتله هلته به د موریا تور ځلیدونکى مار په مرکزي خونه کي ګرځیدى خلکو به سجدې ورته کولې او موریا به د شکرانې په نامه د خلکو څخه ډېري پیسې اخیستې.

په یو څو ورځو کي موریا ډېر موړ سو ډېر مال او دولت یې پیدا کړى آخر یې راجه بندي کړى او په مکمله توګه یې خپل حکومت اعلان کړى د راجه بندي کېدو سره سم د ښار خلق نور هم د موریا تر تاثیر لاندې راغله.

 هلته چي د راجه زوی د ښار څخه ووتى د ښار په اطرافو کي یې یو کلی وو په دغه کلي کي یې د یوه بزګر کره شپه سوه بزګر ته د کوشان ځواني خوند ورکړى ورته و يې ویل ځوانه زما سره سه زوی نه لرم مځکي مي شاړي ولاړي دي راسره آبادي یې کړه. کوشان خوشحاله سو ویل سمه ده کوشان د سپین ږري سره سو د هغه ځایه یې د موریا د ټولو ظلمونو په باره کي خبري اورېدلې خو ږغ یې نه کاوه چي وطن مي سرو ورېښتانو والا ظالمانو ونیوى. موریا ډېر نوي قوانین جوړ کړه یوه ورځ د راجه زوى په کرونده کي کار کاوه زړه یې ډېر زهیر وو بوډا بزګر ته یې ویل:

-بابا زه رشتیا خبره درته وایم زه د راجه زوی یم بزګر نه یم.

 بوډا بزګر حیران سو فکر یووړى یو ګړی بعد خوشحاله سو کوشان ته یې و ویل:

– ښه نو ته د راجه زوی یې.

 کوشان و ویل:

 -هو زه د راجه زوی یم او غواړم خپل وطن د خوني فوج څخه آزاد کړم.

 بزګر ورته وویل:

– زویه ګوره چي دا خبره بل چاته و نه کړې چي زه د راجه زوی یم که خوني راجه در خبر سو په نیزو به دي سوری سوی کړي پټه خوله دلته ژوند تیر کړه.

کوشان و ویل:

– زه د موریا او د هغه د بدماشانو څخه نه بېریږم زه به مقابله ورسره کوم.

په دې وخت کي اچانک یو زخمي مرغه د فضا څخه را ایله سو کوشان ور نژدې سو که ګوري چي د مرغه په پښه کي یو غشی بند دی او تر پښه یې وینې بهیږي.کوشان مرغه راپورته کړى د پښې څخه یې غشی وکیښ د مرغه په خوله کي یې اوبه ور توی کړې حلق یې ور لوند کړى بوډا بزګر هم راورسیدی چي مرغه ته یې وکتل کوشان ته یې ویل دا خو باز دی د مرغانو باچا، د راجه زوی حیران سو باز ته یې وکتل، بوډا بزګر ژر ورغی د مځکي څخه یې یو بوټی راواخیستى په ډبره یې میده کړى او د باز پر زخم یې ولګوی باز ډېر په تکلیف وو، وروسته کوشان يوه ځنګلي کوتره وویشتله د هغه غوښه یې په باز وخوړله کله چي ماښام سو دوی باز د خاشو په کوډل کي پټ کړى او کور ته ځني ولاړه سهار چي دوی ورغله د باز زخم جوړ سوی وو او د انسانانو په رقم یې خبري کولې.

کوشان ته یې و ویل:

–  تا زما سره ډېره ښه وکړه د ننه بعد ته زما ملګری او دوست یې.

کوشان ورته و ویل:

 ته د مرغانو باچا يې زه خو غریب او مجبوره انسان یم زما په دوستي که به تاته څه ګټه ورسیږي.

 باز ورته و ویل:

– هیڅ خبره نه ده او زما او ستا په دوستي به خلک فخر کوي.

کوشان وویل:

– ستا خوښه ده لکه چي څنګه ته وایې ما ستا خدمت په دې نیت نه دی کړی چي زه پر تا احسان واچوم .

 باز و ویل:

– ته پر ما احسان نه اچوې بلکه زه دا پر ځان پور ګڼم چي ستا د ښو په بدل کي ښه درسره وکړم.

 دا چي يې واورېده د کوشان سترګي د اوښکو ډکي سوې باز یې اوښکي ولیدې ورته و يې ویل:

– زما مخلصه دوسته د خپل زړه خبره راته وکړه ولې داسې غمجن یې شاید زه ستا په ښه درسم.

د باز خبري چي يې واورېدې کوشان ټوله قصه ورته وکړه باز کوشان ته د زړه تسلي ورکړه او و يې ویل:

– هسې خو زه یو معمولي مرغه یم لیکن د خوني فوجیانو په جنګ کي زه ستا ملګری یم.

 په درمسال کي مار باچا د ورېښمي کڅوڼي څخه راووت موریا یې مخ ته په ادب ولاړ وو شیدې او ګلان یې د مار باچا مخ ته کښېښوول نور خلک د موریا شاته ولاړ وه لاسونه یې د دعا په رقم نیولي وه دعا یې کوله او خوني فوجیانو په زوره نعرې وهلې.په دې وخت کي موریا د مار باچا په حضور کي د یوې نجلۍ قرباني ورکوله خوني فوجیانو په نجلۍ د ورېښمین کالي اغوستي وه یوه خوني فوجي یو لوی تبر په لاس کي نیولی وو د نجلۍ څهره د مرګ د بیري ژړه اوښتې وه لیکن د څهرې ژړ والی یې نه معلومیدې ځکه چي خوني فوجیانو یې پرمخ سور رنګ ور موږلی وو. څلورو طرفو ته ډولونه وهل کېده نجلۍ چي دغه خوفناک حالت ولیدى يو دم یې چغي کړې لیکن د خوني فوجیانو د نعرو داسي بدحال وو چي هیچا هم د نجلۍ چغي نه اورېدلې. په دغه خلکو کي د راجه زوی کوشان هم ولاړ وو حیران وو چي پر وطن یې څنګه مصیبت نازل سوی دی.موریا چي د مار باچا عبادت وکړى نو پر شا سو د راجه درباریانو چي په قطار کي ولاړ وه هغه ته سلام وکړى نو د کوشان زړه ډېر درد وکړی چي زما د پلار نمک خواره درباریان هم د موریا غلامان سوي دي.

 موریا په لاس اشاره وکړه، خوني فوجیانو د قرباني دپاره نیول سوې نجلۍ رامخ ته کړه د مار باچا ومخ ته یې ودروله. مار باچا سر پورته نیولی وو ډولونه وهل کېده په دې وخت کي يو دم په فضا کي یو باز ښکاره سو په ډېره تیزي سره لاندي راغی مار باچا یې په پنجو کي پورته کړى او فضا ته پورته سو.

خوني فوجیان او نور درباریان حیران ولاړ وه یو دم نعرې او غلبلې شسوې خلکو شر و شور جوړ کړى. مار باچا چي باز په خپلو پنجو کي پورته کړ موریا په غصه سو وینه یې پر جوش راغله هغه حکم وکړى چي د نجلۍ قرباني دي ودرول سي.خلقو باز ته وکتل چي مار باچا یې په پنجو کي پورته کړ حوصله یې زیاته سوه په دې وخت کي د نجلۍ چیغې پورته سوې نو د راجه زوی کوشان ور مخ ته سو توره یې په لاس کي ونیوله. نورو خلکو چي کوشان ته وکتل دوی هم دلاوري وکړه غیرت یې پر جوش راغی يو دم یې پر خوني فوجیانو حمله وکړه. خوني فوجیان د غصې څخه لیوني سوه.خوني فوجیانو پر خلقو تبرونه راواخیستل خلق یې په ووهل په دې وخت کي یو وار بیا په فضا کي باز راښکاره سواو تر ټولو د مخه یې د موریا پر سترګو پنجې ووهلې د هغه سترګي یې ور وکښلې.

 موریا په سترګو ړوند سو ژر پر آس سپور سو آس د محل پر خوا وځغستل. کوشان دوه ځوانان د ځان سره ملګري کړه او پر هغه خوني فوجیانو یې حمله وکړه چي نجلۍ یې تر لاسو نیولې وه. کوشان نجلۍ دهغه خوني فوجیانو څخه راخلاصه کړه او په خلکو کي ورک سو. وروسته یوې ښځي د یوې خونې دروازه خلاصه کړه کوشان او نجلۍ دواړه په ننوتل.په دغه خونه کي نجلۍ د ورېښمین کالي وکښل نور کالي یې واغوستل هغه ښځي ورېښمین کالي په اور کي وسوځل.خوني فوجیان په نجلۍ پسي لیوني لیوني ګرځېدل چي پیدا یې کړي او خپل سردار ته یې ور ولي.کوشان او نجلۍ د هغه ښځي په خونه کي پټ ناست وه. کوشان ښځي او نجلۍ ته قصه وکړه چي زه خو د راجه زوی کوشان یم. زما ملګري باز مار باچا مړ کړى او د موریا سترګي یې وکښلې ړوند یې کړى.ښځي او نجلۍ د کوشان بیان واورېدى ډېري خوشاله سوې او کوشان ته یې اندېښنه ښکاره کړه چي داسي نه وي خوني فوجیان په تا پسي دغه خوني ته راسي او را څخه بو دي ځي.

 کوشان ورته ویل تاسي په دې باره کي فکر مه کوئ د خوني فوجیانو انجام ډېر نژدې دی. په دې وخت کي دروازه وټکیده ښځي چي تر د دروازې تر چولو ورته وکتل خوني فوجیان ولاړ وه بیرته راغله دواړه یې د غنمو د ګونیانو شا ته پټ کړه او خوني فوجیانو ته یې دروازه ورخلاصه کړه. خوني فوجیانو چي د خوني تلاشي واخیسته کوشان او نجلۍ یې پیدا نه کړه او بیرته ولاړه. په دغه رقم سره دواړه بچ سوه،چي ماښام سو کوشان د خوني سر ته وختی د آسمان خوا ته یې وکتل توره تاریکه وه بېله ستورو څخه بل هیڅ شی نه معلومیده یو ګړی بعد دا دی د کوشان ملګری باز راغی د کوشان پر لاس کښېنستى.کوشان ورته وویل اې د مرغانو باچا زه ستا څخه مننه کوم چي مار باچا دي مړ کړى د موریا سترګي دي وکښلې او مظلومه نجلۍ دي د قرباني کېدو څخه بچ کړه.باز ورته و ویل ما داسي پلان جوړ کړی دی چي يو په يو به ټول خوني فوجیان ړندوم سترګي به ځني کاږم او کله چي دوی ټول ړانده سوه بیا به راجه د جېل څخه راخلاصوو.

کوشان دغه خبره ورسره خوښه کړه هغه شپه کوشان د ښځي په خونه کي تېره کړه سهار یې نور کالي واغوستل ښار ته ولاړی که ګوري چي د ښار خلک خوشاله دي طبیعت یې برابر دی د موریا په ړندېدو او د مار باچا په مرګ خوشاله معلومیده.په ښار کي چي کوم خوني فوجیان ګرځېده پر هغو باز حملې شروع کړې یو په بل پسي یې د خوني فوجیانو په ړندولو شروع وکړه. د راجه درباریان د مرګ د بیري د موریا ملګري سوي وه چي خوني فوجیانو یې په بد حال کي ولیدل فوراً یې حوصلې زیاتي سوې مګر دونه همت یې نه سوای کولای چي پر موریا باندي حمله وکړي.په محل کي د بیري او دهشت فضا جوړه سوې وه خوني فوجیانو کوښښ کاوه چي خپل زیاتره وخت په محل کي تیر کړي دباندي به نه راوتل چي باز مو ړندوي.د غرمې وخت وو کوشان سره د څو سر تیرو ځوانانو د موریا محل ته راغی ټول پر آسانو سپاره وه په دې وخت کي کوشان موریا او د هغه پرخوني فوجیانو په زوره ناره کړې،اې خونیانو ظالمانو! که د ځان خیر غواړئ ماته ومنئ کنې دغه محل به مو په وینو در ولړم. موریا چي د کوشان په راتګ خبر سو ژوندي پاته خوني فوجیان یې د باندي راوایستل او امر یې وکړى چي هر څوک چي غواړي پر محل قبضه وکړي وژني یې.

 د ټولو په لاسو کي تبرونه وه کوشان هم توره را وکښله او د هغه ملګرو پر خوني فوجیانو حمله وکړه،د دواړو خواو تر منځ خونړی جنګ شروع سو په دې وخت کي باز هم راورسیدی او هغه وخت جنګ پای ته ورسیدى چي باز د ټولو خوني فوجیانو سترګي وکښلې، موریا او د هغو ملګرو تبرونه وغورځول ماته یې ومنل، وروسته کوشان سره د ملګرو محل ته ورننوتى تر ټولو د مخه یې خپل پلار پیدا کړى هغه په یوه خونه کي بندي وو راخلاص یې کړى.کوشان چي خپل پلار ژوندی ولیدى ډېر زیات خوشاله سو خلک هم خوشاله وه په زوره یې ژوندی دي وي راجه ژوندی دي وي راجه نارې وهلې.

د راجه ولس ډیر په درد کي وو پر خوني فوجیانو یې حمله وکړه ټول یې ونیول او لاسونه یې تر شا وروتړل، وروسته یې موریا او د هغه ملګري د ښار یو چوک ته راوستل راجه موریا ته وویل اې خوني ظالمانو خپل انجام مو ولیدی؟ موریا سر کښته اچولی وو ږغ یې نه کاوه وروسته د راجه ولس موریا او د هغه ملګرو ته ور حمله کړه تبرونه ورسره وه ټول یې ټوټه ټوټه کړه.راجه او د هغه ولس د خوني فوجیانو د شر څخه د همیشه لپاره خلاص سوه.

4 COMMENTS

  1. په دې لاندې جمله کې د اچانک په معنی پوه نه شوم:
    په دې وخت کي اچانک یو زخمي مرغه د فضا څخه را ایله سو.

  2. سلامونه
    ورور حسن خانه! زما په فکر ( اچانک اردو کلمه ده د =ناڅاپي) په معنی!
    -او استاد مرهون نه په مڼنې ؛ (کڅوڼه ،فکر کوم کڅوړه )ده!!
    له دې داستان نه زما فکر ته ابابیل مرغانو قصه هم راغله؛ ایکاش اوس د فلسطین راجه! ته د ضهیونستانو موریا او خونی فوج پر ضد یو کوشان او باز پیدا سوی وای !
    خدایه په در کې به دې څه کم شوي وءونه!!!

  3. سلام !
    دغه جمله کي هم اردو سته (یو ګړی وروسته د چمړې د خیمې څخه یو غټ او پهلوان)
    چمړه که چرمي خیمه ؟
    زما هم( اچانک) دغه جملې ته اوس پام سو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب