د پاکستان دولت د خپل تاسیس د پیل څخه د لویو ستونزو سره مخامخ دی. کله نظامی کودتاګانې کیږی، کله په هیواد کې میشت سخت دریځه افراطی او ترورستي ډلې د هیواد او سیمې امنیت او ثبات د خطرسره مخامخ کوي او کله هم مناسبات د ګاونډیو سره دومره خرابیږي چه د تودې جګړې خطر منځ ته راخي. نن سبا دا هیواد د یو لوی اقتصادی بحران سره هم مخامخ دی چه دا هم د پاکستانی نظام موجودیت او بقا ته ګواښ ګڼل کیږي. د دې ناخوالو اصلي علت په سیاست، اقتصاد او امنیتی چارو کې د اردو د جنرالانو او آی اس آی لاس وهنې دې چه په دې هیوا د کې یې د یو سالم دیموکراتیک بهیر مخنیوی کړی دي. آیا د دې میاشتې پارلمانی انتخابات او د پیژندل شویو څیرو اُیتلافی حګومت به پاکستان د ثبات او پرمختګ پر لور بوزي، او که به هیواد نور هم بې ثباته کړي.
د روان عیسوی کال د فبروری میاشتې په اتمه نیټه په پاکستان کې پارلماني انتخابات ترسره شول. تر دې وړاندې، منتخب صدراعظم عمران خان بې له دې چه خپله پنځه کلنه دوره پای ته ورسوي، د ۲۰۲۲ ع ګال د اپریل په لسمه د پاکستان د اردو د استخباراتو د اداري ISI تر فشار لاندې د هیواد د پارلمان لخوا سلب صلاحیت شو او قدرت په موقتی توګه د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر نواز شریف ورور شهباز شریف ته وسپارل شو.
د یادولو وړ ده چه د پاکستان په اتیا کلن تاریخ کې هیڅ یو صدراعظم هم نه دی توانیدلی خپله قانونی پنځه کلنه دوره بشپړه کړی.
نواز شریف هم چه یو وخت آی س آی ISI ته ډیر نژدې او د اعتماد وړ سیاست وال وو او درې ځلې د پاکستان لومړی وزیر پاته شوی دی، آخره پلا د فساد په تور استعفا ته مجبوره او لندن ته مهاجر شو، خو د دې انتخاباتو د پاره بیا د خپل ګوند د کاندید په توګه پاکستان ته راوبلل شو.
د آی اس آی جنرالانو او ډیرو کارپوهانو فکر کاوه چه د عمران خان او د هغه د تحریک انصاف ګوند د مشرانو زنداني کول او په انتخاباتو کې نه ګدون به د نوازشریف ګوند او د هغه د پلویانو موقف پیاوړی کړي او نوازشریف به د څلورم ځل د پاره په لوی اکثریت د هیواد صدراعظم شی، خو داسې و نه شول.
په اوسني انتخاباتو کې، د پاکستان د سیاستوالو او کارپوهانو د توقعاتو برعکس، د عمران خان د ګوند کاندیدانو چه په خپلواکه توګه کاندید شوی وه زیاتې رایې ګټلي دي که څه هم چه، په اکثریت کې نه دي. د نواز شریف ګوند برعکس لږې رایې ګتلی او مجبوره شو د خپل پخوانی سیال، د خلکو د ګوند People party سره اُیتلافی حکومت جوړ کړي. ټول پوهیږي چه ددې دوو ګوندونو اُیتلاف به ډیر دوام و نه مومي. همدا وجه ده چه نوا زشریف د اُیتلافی حکومت د پاره له خپل کاندیدیدو څخه تیر شو او پر خپل ځای یې خپل ورور شهبار شریف ددې کار دپاره معرفی کړ.
نن سبا پاکستان د لویو اقتصادی، سیاسی، اجتماعی، حقوقی، قومي او نورو ستونزو سر مخ دي، تر دې حده چه ځینې کارپوهان حتې د پاکستان بقا ته چندانې خوشبینه ندي. د دې ستونزو د عواملو د څیړلو او دا چه په دې هیواد کې د دیموکراسی نظام د پلی کولو هلي ځلې چه د اولس او مشرانو آرزو او هیله وه، ولې ناکامه شول، باید ددې هیواد د تاریخ لومړیو کلنوته لنډه کتنه وکړو:
د نوی هیواد او دولت په توګه د پاکستان لومړي ګامونه
په ۱۹۴۷ ع کال کې انګریزانو د هندوستان لویه وچه په دوو خپلواګه هیوادونو یعنې هندوستان او پاکستان وویشله اوپه جنوبي آسیا کي یې خپل استعماري مستقیم حضور ته د پای ټکی کښیښود. دغه دوو نوو هیوادونو باید خپل سیاسی نظام، اساسی قانون او خپل مشران او مسوُول کسانو ټاکلي وای. د دواړو هیوادونو هدف او نصب العین د دیموکراسی نظام منځ ته راوړل او پیاوړي کول وو. هندوستان په خپل دې هدف کې بریالی شو او نن سبا ورته د نړۍ تر ټولو لویه دیموکراسی ویل کیږي، خو پاکستان دې هدف ته د رسیدو په کار کې ناکامه ښکاری.
د هندوستان د ملی کانګرس یا پارلمان ریس مولانا ابوالکلام آزاد د هندوستان د ویش په وخت کې ویلی وو چه په پاکستان کې به د مذهبی اختلافاتو اور بل شي او ددې هیواد شرقی برخه به په راتلونکي کې د لویدیځ پاکستان څخه جلا شی. ده دا وړاند وینه هم وکړه چه د پاکستان بې کفایته مشران به لاره نظامی واکمنۍ ته هواره کړي. د ده وړاندوینه بلکل ریشتیا شوه.
د دیموکراسی نظام د برقراره کیدو او ټینګښت د پاره لمړی ګام د اساسی قانون منځ ته راتلل دی. د هندوستان نوي دولت و توانید د درې کالو په مده کې نوی اساسي قانون تدوین او د اولس د استازو تصویب ته وړاندې کړي. هغه اساسي قانون تر ننه د اعتبار وړ دی. خو په پاکستان کې د داخلی اختلافاتو له کبله د اساسی قانون څوطرحې یو په بل پسې رد شوې او بالاخره په ۱۹۵۶ م کال کې دا نوی هیواد وروسته له نهو کلنو د اساسی قانون خاوند شو.
د دي تر څنګ پاکستان څو واره د مشرتوب د بحران سره مخامخ شو. په ۱۹۴۸ کال کې د پاکستان مشر محمد علی جناح وفات شو. جناح هغه مشر و چه غوښتل یې هر څه باید دده د فکر او غوښتنو مطابق ترسره شی. د ده تر وفات وروسته لیاقت علی خان واک ته ورسید. ده په ۱۹۵۰ م کال د اساسی قانون لومړۍ طرحه وړاندې کړه چه په هغه کې ختیځ او لویدیځ پاکستان دواړو ته په ملی پارلمان کې مساوي چوکۍ په نظر کې نیول شوی وه. همدا شان اردو ژبه د پاکستان د دواړو برخو ملی ژبه ګڼل شوې وه. خو څرنګه چه د بنګال (بنکله دیش) نفوس نسبت لویدیځ پاکستان ته ډیر وو، اودا چه د بنګال خلکو نه غوښتل اردو ژبه د خپلې ملی ژبې په توګه ومني، د اساسي قانون دغه طرحه رد شوه. لیاقت علی خان هم دوه کاله وروسته د داخلی اختلاف قربانی شو او په قتل ورسید. (ویل کیږي چه ده په یوه لویه غونډه کې د افغانستان په باره کې سپکې سپورې خبرې وکړې. غونډې ته د افغانستان د پکتیا ولایت د ځاځیو د قوم یو پښتون د خپل زوی سره راغلی وو. ده وروسته له دې چه خپل زوی یې د غونډې د ځای څخه ګوښه کړ بیرته د غونډ ې ځای ته راغي او د خپلې تومانچې په ډزو یې د پاکستان لومړۍ صدراعظم وواژه ) تر لیاقت علی خان وروسته د اساسی قانون نوې طرحې هم رد شوې، خو پاکستان بلاخره په ۱۹۵۶ م کې د اساسی قانون خاوند شو. په کال ۱۹۵۸ م کې دجنرال یحیې خان د کودتا په نتیجه کې د هغه وخت ملکي مشر سکندر مرزا د قدرت څخه وشړل شو او اساسی قانون، پارلمان او دیموګراتیک جوړښتونه ټوله بیرته لغوه شول او قدرت په بشپړه توګه د پاکستان د اردو لاس ته ولوید.
نظامی کودتاګانې او په قدرت کې د ISI رول
کودتا ته د دیموکراسۍ، آزادۍ او د هرډول دیموکراتیک خوزښت د لوی دښمن خطاب کولای شو. د عدالت او برابرۍ د پاره د نړۍ د ولسونو مبارزي او سرشیندنې ډیر کله د خودخواه او بې وجدانه ملکی او نظامي کسانو تر بی رحمانه یرغل لاندې راخی. زموږ خپل هیواد څه کم پنځوس کاله مخکې د کمونستانو د نظامی کودتا قرباني شو او د هغه سره د افغانستان د بدبختیو لړۍ پیل شوه تر اوسه دوام لری. همدا شان په آسیا، افریقا اوجنوبی امریکا کې د نظامی کودتاګانو په نتیجه ګې په زرهاو کسان قربانی شول او وطنونه وران او ویجاړ شول. د آسیا په وچه ګې هغه هیواد چه اولس یې په وار وار د خپل هیواد د اوردو د بی رحمیو او زورزیاتیو سره مخامخ شوی دی ، هغه پاکستان دی چه د اردوجنرالانو د کودتا لارې قدرت ته لاره و مونده او هر یو یې تر اتو کاله زیاته موده په قدرت کې پاته شو. دا کودتاګانې د پاکستان د اردو د نظامی استخباراتو تر مستقیم نظارت او لاروښوونې لاندې تر سره شول.
د جنرال یحیې خان تر لومړی کودتا وروسته چه اته کاله د هیواد عام او تام واکمن وو دوهمه کودتا د جنرال ضیاالحق لخوا د ذلفقارعلی بوتو د ملکی او منتخب صدراعظم پر ضد و شوه چه دده د کابینې او د د کورنۍ ټول غړی بندیان شول او وروسته یې علی بوټو اعدام کړ. د ذلفقارعلی دوه زامن هم په مرموزه توګه ترور شول . جنرال ضیاالحق په خپله د اسلامی ایدیولوژۍ پلوۍ وو او د شوروی اتحاد پر ضد د افغانانو د جهاد په کلنو کې یې د افغان اسلامی ډلو سره نژدې اړیکې درلودې. دریمه کودټا د جنرال مشرف لخوا د نواز شریف د ملکی او منتخب صدراعظم پر ضد وه. دده د واکمنۍ په دوره کې د ذلفقار بوټو لور بینظیربوټو په خپله مخکې د هیواد صدراعظمه وه ترور شوه .
د پاکستان د بیلابیلو استخباراتی او امنیتی سازمانونو په ډله کې ISI یا Inter – Services Intelligence ډیر مشهور او پیاوړی دی. د دې سازمان کار د اطلاعاتو را ټولول او تجزیه و تحلیل دی. دا سازمان همدا شان په نړۍ کې ټول هغه اطلاعات او معلومات راټولوي چه د پاکستان د ملی امنیت د پاره اهمیت ولری. آی اس آی خپل اطلاعات د خپل عمومی ریس له لارې د پاکستان د حکومت سره شریکوی.
دا سازمان چه په ۱۹۴۸ م کال کې د کشمیر د لمړۍ جګړې وروسته منځ ته راغی ، لومړی بنسټ ایښودونکۍ یې په هندوستان کې د برتانیې د اردو ډګر جنرال Sir Robert Cawthome وو. دغه انګریزی جنرال هغه وخت د پاکستان د اردو د لوی درستیز مرستیال وو. ده ډګروال شاهد حمید غوره کړ چه دده تر نظر لاندې دا سازمان بنا کړي. هغه وخت دې سازمان یواځی په شمال لویدیځ سرحدی ایالت یعنې پښتونستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې اطلاعات راټولول او جاسوسی فعالیتونه یې پر مخ وړل.
د تیرې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې ، کله چې دې سازمان د شوروي اتحاد پر ضد د افغان مجاهدینو د جګړې څخه ملاتړ وکړ، د نړۍ پاملرنه یې جلب کړه او شهرت ته ورسید. ددې جګړې په دوام کې د پاکستان آی اس آی خپل ټول فعالیتونه د امریکا د سی آی اې اود برتانیې د استخباراتو د ادارې secret intelligence Service سره هم آهنګ کړی وه. دوی په ګډه د افغان مجاهدینو د روزنې او تمویل پروګرامونه چه د یوشمیر نورو هیوادونو لکه چین، سعودی عربستان ،او نورو اسلامی هیوادونو له خوایې هم ملاټړ کیده پر مخ وړل. آ اس آی په افغانستان کې د خپل پټو جاسوسي فعالیتونو د ورځنی تنظیم د پاره د ډګرمن محمد یوسف تر نظارت لاندې یو خاص ریاست جوړ کړ. د امریکا د جاسوسي سازمان CIA د استخباراتی معلوماتو له مخې دې پاکستانی سازمان د ۲۰۰۸ م کال په حمله کې چه په کابل کې د هندوستان پر سفارت وشوه، لاس درلود. آی اس ای همدا شان د هغو ډڷو ملاتړ کاوه چه په هندوستان، روسیه، چین ،اسراییل او د ناټو سازمان په غړو هیوادونو کې د دغه هیوادنو پر ضد فعالیتونه کول.
د آی اس آی یو جنرال جاوید ناصر اعتراف وکړ چه دې سارمان په بوسنیا کې د مسلمانانو مرستې ته چه په محاصره کې وه ودانګل، د ملګری ملتونو د تحریم سربیره یې د چین د مسلمانانو، په فلپاین کې د مبارزو اسلامی ډلو او په مرکزی آسیا کې د مذهبی ډلوټپلوڅخه ملاتړ کړیدی.
د پاکستان د وسله وال فوځ د درې برخو یعنې ځمکنی، هوایي او بحري ځواکونو د قوماندانانواو افسرانو تر څنګ د لسهاوو نورو امنیتی او نظامی جوړښتونو قومندانان او افسران هم د آ اس آی د ۱۲ ریاستونو په چوکاټ کې د څلوروکلنو د پاره د مسلکي کدرونو په توګه کار کوي .
د ځینو کارپوهانو په باور د پاکستان ISI د غړو د شمیر له مخې د نړۍ تر ټولو لوی استخباراتی سازمان دی. د دې سازمان د غړو شمیرنه دی خپور شوی، خود کارپوهانو په اټکل لږ تر لږه لس زره غړي لري. په دې کې هغه مخبران یا آجنتان چه په ورځنی توګه د آی اس آی دپاره اطلاعات ټولوی، او د هغو شمیر ښایی زرهاو کسانو ته ورسیږی ، شامل نه دی.
سختدریځه اسلامي ګوندونه او ډلې
هغسې چه پورته وویل شول، آی اس آی تل د هندوستان، افغانستان او ډیرو نورو آسیایې، افریقایې او اروپایې هیوادونوکې ددغه هیوادونو د مخالفو اسلامي او تروروستي ډلو څخه ملاتړ کړی او د دغه هیوادونو امنیت او ثبات ته یې ګواښ پیښ کړی دی. همدا شان په خپله پاکستان هم د وسله والو، سخت دریځو ترورستي ډلو په ځاله بدله شوې ده چه نن سبا نه یواځي د دې هیواد ثبات او امنیت تهدیدوی، بلکې د پاکستان بقا ته هم ګواښ ګڼل کیږی. اساسي پوښتنه داده چه پاکستان د تیرې پیړۍ د اتیایمې لسیزې په اوږدو کې په نورو هیوادونو کې د ورانکارۍ او بی ثباتۍ هلې څلې ولې پیل کړې او په دې ډول فعالیتونو کې پاکستان کومه ګته ترلاسه کړه. دې پوښتنې ته به تاریخ ځواب ووایی.
حقیقت دادی چه تیرو ۴۰- ۵۰ کلنو کې په پاکستان کې د یو زیات شمیر اسلامی سخت دریځې ډلو او د سلهاوو مدرسو موجودیت چه د آی اس آی په مرسته منځ ته راغلی دي، د پاکستان د لویو سیاسی، اقتصادی او امنیتې ستونزو اصلی علت ګڼل کیږي. خو جالبه دا ده چه پاکستان لا هم د دې هلوځلو لاس نه دي اخیستی.
د ۲۰۲۳ م کال د جولای په میاشت کې په باجوړ کې د مولانا فضل الرحمن په مشری د جمعیت علمای اسلام د ډلې پر یوې غونډې وسله واله حمله وشوه چه ۵۵ کسان په کې مړه او ۱۳۵ په کې زخمیان شوه. د حملې مسوولیت کمې ډلې نه دي منلی خو فکر کیږی چه دا د خراسان ولایت د اسلامی دولت
( ISIS) کار وو. همدا شان په همدې میاشت کې تحریک طالبان پاکستان TTP لږ تر لږه پنځه وسلوالې حملې وکړې او ۱۵ عسکر یې ووژل . د جنوری په میاشت کې د جمعیت الحرار ډلې د پولیسوو په یوه مسجد کې۱۰۰ کسان ووژل ۲۲۰ نور یې زخمیان کړل.
دا سلسله اوږده ده چه د ټولو ذکریې امکان نلری. همدا شان یواځی د هغو ډلو د نوم په اخیستلو اکتفا کوو چه نن سبا په پاکستان کې فعاله دی او د پاکستان ، هندوستان، افغانستان او کشمیر پر ضد ترورستی حملې کوي. د یاددونې وړ ده چه د پاکستان دولت د خپلو ګټو د پاره په سیمه کې د اسلامی سخت دریځو ډلو څخه د یو ې ستراتیژیکې وسیلې په توګه کار اخلی .
د پاکستانی طالبانو د تحریک تر څنګ د لشکر طیبه ډله په پاکستان کې فعاله ده. د ۲۰۲۲ م کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د بلوڅانو دوې ډلې ، د بلوچستان د جمهوریت غوښتونکو اوردو او د متحدو بلوڅانو اوردو سره یو ځای شوه او د بلوچستان ملت پاله اردو یې منځ ته راوړه. دې اردو د لاهور پر انارکلي بازار د ۲۰۲۲ م کال د جنوری شلمې د حملې مسوولیت و مانه چه درې کسان په کې ووژل شول او ۲۸ کسان په کې زخمیان شول .
نورې ډلې چه پاکستان يې ملاټر کوی، په لاندې ډول دي: حرکت المجاهدین، حزب المجاهدین، ملا نذیر ګروپ، جیش محمد، لشکرجنګوی، جیش العدل ، جماعت الاحرار، تحریک لبیک پاګستان او نور.
د پاکستان آی اس أی همدا شان د حقانی شبکې او افغان طالبانو د پاره هم مالی امکانات، وسلې او پناځایونه برابرول. د طالبانو اکثره غړي د پاکستان په دیوبندي یا وهابی مدرسو کې چه د عربستان لخوا تمویلیدل او لا هم تمویلیږي، زده کړې کړیدي او دا ډله اوس هم په همدغو مدرسو کې روزل شوی کسان استخداموی.
په پاکستان کې د دومره ډیرو سختدریځو ډلو موجودیت چه ټول په افراطی آدیولوژی او وسلو مجهز او د خپلو ګوندي او مذهبي سازمانونو د مشرانو د بشپړ کنټرول او دسپلین لاندې تنظیم شوی دي، د خلکو دا هیله چه دوی به د نورو هیوادونو د خلکو په شان آزاد ، سوله ایز او پرته د نورو د تهدید او بیرې ژوند ولری، له منځه وړې ده.
اقتصادی بحران د سیاسی غوغا او جنجال د زیاتیدو علت
د انفلاسیون یا تورم د درجې لوړختل، د سیاسی مشرانو تر منځ اختلافات او د تروریستی حملو د خطر زیاتیدل هغه څه دي چه د نړۍ د مالي سازمانونو او هیوادونو څخه پوروړی پاکستان تر بل وخت د اقتصادی افلاس سره مخامخ کوی. د پاکستان د خارجی اسعارو ذخیرې نسبت هر بل وخت ته کم شوی او پاکستان د خارجی پورونو د ادا ګولو توان له لاسه ورکړی دی.
د امریکا په ولسن مرکز کې د جنوبی آسیا د انستیتوت ریس مایکل کوکلمن لیکې دا ممکن دی چه پاکستان په روان ۲۰۲۴ م کال کېد فاجعې سره مخامخ شی. ګولمن زیاتوی، تیر کال د جولای په میاشت کې اسلام آباد د پیسو د نړیوال صندوق د پور لایحه تصویب کړه آو په دې سره د یوې فاجعې مخنیوی وشو. خو عام خلک بیا هم د لویو سختیو سره مخامخ شول. ددې اقتصادي فشار یا Stress تاثیر یواخې پر نادارو او کم درآمده قشر باندې نه وو بلکه حکومتی ارقام ښیې چه ۲۰۲۳ م کال کې شاوخوا نهه سوه زره ( ۹۰۰۰۰۰) مسلکي کارګران د ډاکترانو او محاسبینو په شمول د هیواد پریښودو ته مجبوره شول.
د متحده ایالاتو د سولې انستیتیوټ د راپور له مخې پاکستان د جهانی بانک څخه ۱۸ بیلیونه، آسیایې پرمختیایي بانک څخه ۱۵ بیلیونه او د IMF یا د جهانی مالی صندوق څخه 7,6 بیلیونه ډالره پوروړی دی. همدا شان د اسلامی انکشاف بانک او د آسیا د زیربنایی پانګونې د بانک څخه څو بیلیونه ډالره پوروړی دی. د پاریس کلب څخه د پاکستان د پور اندازه 8,5 بیلیونو ته رسیږی. د دې پورونو سر بیره پاکستان د یو لړ خصوصی او تجارتی شرګتونو اسهام او بهاداره پاڼې د خصوصی بانکونو څخه لکه Eurobonds او Sukuk bonds د پور په شکل اخیستی دي چه د پور اندازه یې اوس 7.8 میلیارډه ډالره ته رسیږې. اسلام آباد همدا شان د چین څخه هم ۲۷ میلیارډه ډالره پور ترلاسه کړی دی.
پاکستان د خپل شاوخوا ۱۲۲ میلیارډه ډالره پور د پاره مجبوره دی هر کال په لسهاو میلیونو ډالره سود ورګړي، او دا ددې هیواد پر اقتصاد لوی فشار دی. په راتلونکی درې کلونو کې دا هیواد مجبوره دی د چینایی مالی سازمانونو، د خصوصی شرکتونو او د سعودي عربستان پورونه ادا کړي.
مایکل کوګلمن لیکې، پاکستان جدی اصلاحاتو ته اړتیا لری. د پاکستان نوی اُیتلافی حکومت ښایی ځینی دولتی سهامی شرکتونه چه ډیر پوروړي دي، خصوصی کړي . دا کار د اقتصاد په ګټه ده خو د پاکستان د دیموکراسۍ په تاوان ده . ددې کار په نتیجه کې به اجتماعی جنجال او ناآرامی زیاته شي او هغه فضا او ماحول به چه د سیاسی، اقتصادی او ساختاری یا structural اصلاحاتو د پاره لازم ګڼل کیږي ، ډیره محدوده کړي.
د پاکستان د ۲۵۰ میلیون نفوسو لوی اکثریت په فقر او بیوزلۍ کې ژوند کوی. د دولت مادی امکانات او امتیازات یواځی د یو کوچنی قشر او د اردو جنرالانواو افسرانو ټه ځانګړی شوی دی. پاکستان اجتماعی عدالت ته اړتیا لري.
ښه ليکنه وه