Homeخبرونهد طالبانو لخوا د اعدامونو پر لړۍ د ملګرو ملتونو د بشري...

د طالبانو لخوا د اعدامونو پر لړۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ نیوکې

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۰ مه) په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د قصاص په نوم د تورنو کسانو د علني اعدام او نورو مجازاتو لړۍ چټکه کړې؛ په دې اړه اندېښنې او مخالفتونه په زیاتیدو دي.

تازه، د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په عام محضرکې د اعدامونو د دغې لړۍ سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

د دې کمېشنرۍ ویاند جرمي لاورینس وویل چې تېره اونۍ په افغانستان کې په عام محضرکې د درې تنو اعدامیدو دوی وېرولي دي.

هغه زیاته کړې، په عام محضرکې اعدامونه چې طالبان یې قصاص بولي، د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او سمدستي دې ودرول شي.

 طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو راهیسې پنځه تنه د خپل عدلي سیسټم د پرېکړو او د خپل مشرملاهبت الله اخوندزاده له تایید وروسته په عام محضرکې اعدام کړي دي.

طالب چارواکي په دې اړه د خپلو کړنو پر دوام له ټینګار سره ادعا کوي، چې دا د شرعي احکامو تطبیق او د عدالت راوستو لپاره ګټور دي.

مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه له نیوکه کوونکو غوښتي وو، چې هم د شریعت پر احکامو ځانونه خبر او هم د ده په وینا، د افغانستان د مذهبي اصولو په درناوي دې په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...