شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان سره د اړیکو بېرته ښه کېدو ته د ملا متقي هیله...

پاکستان سره د اړیکو بېرته ښه کېدو ته د ملا متقي هیله مندي

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۰ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي هیله مندي ښودلې، چې د پاکستان د نوي حکومت له پیل سره به د دوی د رژیم او دغه هېواد تر منځ اړیکې بېرته ښې شي.

نوموړي په یوه مرکه کې د پاکستان له ټاکنو وروسته نوي جوړیدونکي حکومت ته اشاره کړې، چې تمه کیږي ژر جوړ شي.

ملا متقي په دې مرکه کې یو ځل بیا د پاکستان په نا امنیو کې د افغان کډوالو لاس لرل رد کړي او ویلي، چې دغه کډوال خو له ۴۰ کلونو راهیسې په دې هېواد کې مېشت وو، مخکې یې ولې په داسې پېښو کې د لاس لرلو ادعاوې نه کېدې.

د متقي هیله مندي په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان د مشهورې افراطي مدرسې حقانیه مشر ملا حامد الحق د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی او د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې په ارګ ماڼۍ کې لیدلي دي.

د طالبانو یو منتقد مجید قرار باور لري، چې پاکستان په یوه ډراماتیکه لوبه کې د طالبانو رژیم سره ظاهري ناندرۍ رامنځته او د دغه رژیم د مستقل ښودلو هڅه وکړه.

د پاکستان لپاره د برځیدلي جمهوري نظام ځانګړي استازي عمر داوودزي بیا ویلي، چې پاکستان له هرې ډلې سره چې د افغانستان د واکمن نظام خلاف جنګیږي ښې اړیکې لرلي، خو کله چې همدا ډله یا لوری واک ته رسېدلی، د پاکستان اړیکې ورسره ترینګلي شوي او د ده په باور، د طالبانو رژیم سره هم د پاکستان د اړیکو خرابوالی د افغانستان د ګټو لپاره ده.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دوی او پاکستان اړیکې ظاهراً له ډېرو لوړو- ژورو څخه ډکې وې.

پاکستاني چارواکو بیا- بیا ادعا وکړه چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاوره د دوی د مخالفانو لخوا د بریدونو د سمبالښت لپاره کارول کیږي او د پاکستان په نا امنیو کې، افغان کډوال لاس لري، خو په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم او افغان کارپوهانو تل دا ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. ملا موټکي ته شرم په کار دي چې داخبري کوي. په دا ټول خلک پوهیږي چې د هیبتې ځناورو او ای آیس ای تر منځ د بادار او غلام رابطه ثابته او دلمر په څیر جوته دي. د موټکي په دفتر او کور کې د ای آیس ای خلک موجود دي. البته د یادولو ګنړم چې د مولي یعقوب په شان د موټکي کورني هم د اسلام اباد او کراچي تر منځ په پنجاب کې د حصارت شپې او ورځي تیروي. د پنجاب لوبه شادي بازي ته ورته لوبه دي، د شادي پړۍ د پنجاب په لاس دي او هڅه کوي د شادې بازي او مداريتوب له لارې خپل روزل شوي غلام صفته ګوډاګیان په افغانانو ومنئ. د دغه خلکو په افغانیت کې شک دي او افغانان باید دغه دسیسه ته بیداره اوسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب