یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد پخوانۍ مصالحې شورا مرستیال دین محمد: د دوحې تړون مې تر...

د پخوانۍ مصالحې شورا مرستیال دین محمد: د دوحې تړون مې تر اوسه نه دی لوستی

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۰ مه) په داسې حال کې چې نن له طالبانو سره په دوحه کې د امریکا د سولې تړون څلورمه کلیزه ده؛ د پرځیدلي جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي چې دغه تړون یې نه دی لوستی.

نوموړي په یو تلویزوني بحث کې وویل، چې د دې تړون په اړه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورسره په لیدنو کتنو کې جزییات شریکول او ویل یې، چې طالبانو سره د مذاکراتو او تړون ټول موارد یې د وخت ولسمشر اشرف غني سره شریکول.

ښاغلي دین محمد دغه تړون ته د شک په سترګه هم ولیدل او ویې ویل، سمه ده چې د طالبانو رژیم خپل یوه برخه لګښتونه له کورنیو سرچینو پوره کوي، خو په دې کې هم شک نشته چې امریکا له طالبانو سره مرستې کوي.

د هغه په وینا، دا چې په تړون کې امریکا له طالبانو القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته د افغانستان د پاسپورټونو او ویزو نه ورکولو غوښتنه کړې وه، له پيله څرګندیدل چې دغه هېواد د افغانستان واګې طالبانو ته سپاري.

دغه کابل مېشتي سیاستوال د طالبانو او امریکا پر اړیکو له داسې شکونو سره، سره د طالبانو د رژیم ننګه وکړه او ویې ویل، چې دوی اوس پر افغانستان یو نظام حاکم کړی او د نجونو پر زده کړو د بندیز تر څنګ د کاري فرصتونو محدودول او نور یې خلکو ته ستونزې دي چې باید حل شي.

حاجي دین محمد د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د دغه نظام له شریکوال عبدالله عبدالله سره نژدې و او د افغانستان د سولې او پرمختګ په نوم د ګوند مشري یې کوله.

هغه په جمهوري نظام کې د ننګرهار او کابل ولایتونو د والي په توګه هم دندې ترسره کړې وې.

4 COMMENTS

  1. يا للعجب،
    حاجي صاحب محترم،
    ما خو داسې هيله نه لرله چې تاسې د يو سولې شوری د يو غړي په توګه مو دا تړون لوستی نه وي، نو خليلزاد لغماني لکه چې تاسې ټول هسې د املوکو په تول کې حساب کړي ياست او هر څه يې په ټولو اړخونو او ذيدخلو اشخاصو باندې په پټو سترګو تېر کړي او يا لکه چې هر څه يې همداسې شفاهي درته ويلي او د تړون ورقې يې له ځان سره په لاس کې ټينګې ساتلي دي.
    خدايګو باور مې راغی چې پنجاب او بادارانو يې ښه لوبه کړې ده او ټول يې سره هسې په خامه لومه کې سره تړلي دي او په مينځ کې هېڅ نشته.
    تاسې خو هوښيار شخص واست، ولې داسې وخيمه تېروتنه له تاسې تېره شوې ده؟

  2. دین محمد او دده کورنی تر جاچی ظاهر قدیر پوری هغه ملی خاینین دی چی که اوه ځله هم مثله او په سره تنور کی وسوځول شی لا کمه ده د دوی نیکه د انګریز غلام او برایډن یی د انګریز ترچونی رسولی و همدوی له حکمتیار او مسعود سره د شهید سردار محمد داود خان په ضد پاکستان ته وتښتیدل اود بابر پښو لاندی پیریوتل او د افغانستان لومړنی جمهوری نظام یی ویری او وارخطایی سره مخامخ او دهغه د سقوط زمینه یی برابره کړه همدوی د دولتی فارمونو دارایی چور او فارمونه یی سپره ډاګ کړل او د ټول مشرقی نوم بد او مشرقیوال یی د ترقی اوملی ګټو ضد معرفی کړل همدوی تیر شل کلن نظام کی د مشرقی د پرمختیا خنډ او لوی مفسدین و.

  3. تاند:
    (د پرځیدلي جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي چې دغه تړون یې نه دی لوستی.ښاغلي دین محمد دغه تړون ته د شک په سترګه ګوری).

    دین محمد صیب دغه خبری تاسی ولی د جمهوریت په وخت کی نه کولی، او ولی ديي تړون نه دي لوستی. د دیی څخه معلومیږی چه تاسی د دغه چوکۍ اهلیت نه درلود، او نه ديي د ننګرهار او بیا د کابل د ولایت اهلیت درلود. ستاسی د وراره (ظاهر قدیر) خبری په پارلمان کی هم ټول وخت په نفاق ورګډی وی. وطن مو راته تباه او برباد کړو.

  4. deen mohammed is ok but qadeer family 1000% was corrupt family.
    right now have many hotel&rasturant in jalalabad getting CASH from that,
    they MADE drug business, + ganral sadat
    DR NAKAMORA KILLED BY ZAHER QADEER ,AND HE GET 50 MILLIONS DOLLARS FROM ISI
    TALIBS MUST FINISH THIS CORRUPT FAMILY FROM NANGARHAR, justice for all same equal
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب