Homeخبرونهایران او پاکستان په یوه اوونۍ کې تر ۱۷ زره ډېر افغان...

ایران او پاکستان په یوه اوونۍ کې تر ۱۷ زره ډېر افغان کډوال ایستلي

تاند (شنبه، د اسد ۶ مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اساس، په یوه اوونۍ، یعني د سرطان له ۳۱مې د اسد تر پنځمې پورې تر ۱۷ زره ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته راغلي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر اساس، په دغو اوولس زره ۲۶۵ تنو کې تر ۱۰ زره ډېر له ایران څخه ایستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې افغانستان ته په راستنو شویو کډوالو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا یادونه هم شوې چې افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ایران او پاکستان حکومتونه له میاشتو راهیسې د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې او په وروستیو میاشتو کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د شمېرو له مخې له دغو دوو هېوادونو هره ورځ تر زرو ډېر افغانان شړل کېږي.

په تېرو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ډېر شمېر ایستل شویو کډوالو د اخراج پر مهال د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له چلند څخه شکایت کړی دی. کډوال وايي چې د ایران او پاکستان پولیسو له نیول کېدو وروسته ورسره ناوړه چلند کړی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان او ایران چارواکي تل ټینګار کوي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ چلند کوي او د بې اسنادو افغانانو شړل د دوی قانوني حق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...