جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد مولوي کبیر ادعا؛ هیڅکله به ملت سره خیانت ونه کړو

د مولوي کبیر ادعا؛ هیڅکله به ملت سره خیانت ونه کړو

تاند (شنبه، د اسد ۶ مه) د طالبانو د رياست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال له یو شمېر افغان والیانو سره لیدنه کې ادعا کړې، چې د دوی رژیم به هیڅکله ملت سره خیانت ونه کړي.

د هغه دفتر په یوه اعلامیه کې د ده له قوله لیکلي: مولوي عبدالکبیر همدارنګه پر ټولو بهر مېشتو هېوادوالو غږ وکړ، چې بېرته خپل هیواد ته را ستانه شي او دلته په عزت ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدان او څارونکي نړیوال سازمانونه د طالبانو له لاسه په افغانستان کې د مېشتو خلکو ژوند تریخ شوی بولي.

د دوی په باور، د طالبانو افراطي قیودات ورځ تر بلې سبب کیږي چې اقتصادي وضعیت کړکېچن، پر راتلونکي د خلکو بې باوري زیاته او له هېواده د وتو روان بهیر لا پسې چټک شي.

د طالبانو منتقدان او عام افغانان په همدې ډول دا لوی خیانت ګڼي، چې طالبانو له هر ډول دلیل او ځواب ویلو پرته میلیونونه افغان نجونې او ښځې له زده کړو او کار څخه ګرځولي او پر نورو افغانانو یې هم ګڼ قیودات او استبداد حاکم کړی.

طالبان بیا داسې قضاوتونه بې اساسه ګڼي.

4 COMMENTS

  1. هیبتې ځناور خو دا قضاوتونه بې اساسه بولي، نو پوښتنه دا دي چې، دوې د ملت نیم قشر په کوم اساس د ژوند او زده کړو له حق څخه محرومه کړي؟ ځواب دی ورکړي دا ګز او دا میدان.

  2. د ملي خیانت یو ډول کار خپلو انډیوالانو ته سپارل دي . کله چې کار نا اهله ، بېسواده ، سرزورو کسانو ته سپارل کیږي ، د ملت او اولس غوښتنې ، لیاقت ، مسلک او استعداد په نظر کې نه نیول کیږي، دې عمله ته فساد ویل کیږي ، چې دا خپله ملي خیانت دی . مسلکي او په کار پوه کسان د اقتصادي او ټولنیز اړخه ځپل کیږي . دوی ځانونه حقیر او بېګانه احساسوي او په پای کې مجبوره کیږي چې له هېواده هجرت وکړي . ځوانان چې زمونږ کاري نیرو او قوت دی ، د افغانستان ملي سرمایه ګڼل کیږي . کله چې مسلکي کسان له هېواده وتلو ته مجبوره کیږي ، د مغزو فرارته زمینه برابري کیږي . په دې برخه کې حاکم نظامونه سل په سلو کې ملامت ګڼل کیږي .
    نجونې د ټولنې نیم نفوس تشکیلوي . که په 21 پېړۍ کې نورې دنیا ته وګورو اکثره تخنیکي او مسلکي خدمتونه د نجونو او ښځو له خوا پرمخ وړل کیږي . خصوصا : د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان ، طب ، فارمسي ، سوداګري ، خفیفه صنایع ، نظامی خدمتونه او … د نجونو او ښځو له خوا پرمخ وړل کیږي .
    نارینه معمولا په درنو ، سختو او مشقت لرونکو برخو کې لکه له هېواده دفاع ، ثقیله صنایعو او نورو کې مصروف دي .‎

  3. اول خیانت دا دی چي غیر له خپلو انډیوالانو ،نور ملت خپل نه ګڼی او د خپلو انډیوالانو لپاره د دی پر ځای چي نوی وظایف ایجاد کړی د نورو وظایف مو غصب او نا اهلو ته مو وسپارل او ټول ملت ته
    په کمال د حماقت او لا ادبی ، جمهوریتی یا بل خطاب کوی حال دا چي د جمهوریت فاسد مقامات یو فیصد د ملت نه جوړوی او همدا اوس هم ټول ګوندی طالبان یو سلنه د ملت ندی ځکه د څلویښت میلیونو یوسلنه څلور سوه زره کیږی نو په غلو او اغراق نه اسلام په ژوند کی راځی او نه عدالت قایمیږی دا ملت اضافه له ۹۰ سلنه ټول مومن مجاهدین دی او د مومن تحقیر د مور له زنا هم لویه ګناه بلل شوی باید عقل او دین ته مراجعه وشی.
    دوهم ـ امور د مسلمین چي اهل ته یی ونسپارل شی اصلاََ سالمه اداره او حکومت محال دی هیڅ امکان نلری چي کار آمده اداره ولری او فقط ملا ستړی او خدای نا راضه او دا کار مو خپله ام الفساد دی یا اولی الابصار
    نو ملت یواځی طالب ندی بلکی د څلویښت میلیونو تر مینځ عدالت او خدمت د یو سالم حکومت کار دی او اسلامی حکومت خو ډیر سړیتوب او اخلاق غواړی موږ هر ببر سری ښکرور ته چي خپل حد نه پیژنی مجاهد او مسلماڼ حاکم نشو ویلی ، دا ملت د جهاد علم او تجربه لری کتمان دحق مه ترویجوی یا اولی الالباب

  4. مولوی جانه! ستا ادعا به پر ځای وی یا نه وی خو خبره دا ده چی د مظلومو افغانانانو سره په حقیقت کی لویو قدرتونو د تاریخ په ډول ډول پړاوونو کی ستر خیانتونه کړی دی او کوی ئی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب