یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه ۱۲ ګمرکونو کې د سکنرونو د فعالولو تړون لاسلیک شو

په ۱۲ ګمرکونو کې د سکنرونو د فعالولو تړون لاسلیک شو

تاند (شنبه، د اسد ۶ مه) د طالبانو رژیم خبر ورکړی، چې له یوه خصوصي شرکت سره یې د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د ۱۱۳ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سکنرونو د نصبولو پروژې تړون لاسلیک کړی.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، دا سکنرونه په تورخم، حيرتان، سپين‌بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نيمروز، خوست، پکتيا، اقینه، ابونصر فراه او شیرخان بندر کې نصبېږي.

د یادې پروژې چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې او په مستقیم او غیرې مستقیم ډول به ۲ زره کسانو ته د کار زمېنه پکې برابره شي.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا لپاره د طالبانو رییس مولوي احمد ضیاء خالد وايي، چې دا سکنرونه د امنیت د  ټينګښت په موخه د هېواد په ګمرکونو کې نصبېږي.

نوموړی زیاتوي، چې په تېر کې د معیاري سکنرونو د نشتوالي له امله ګمرکي خدمتونه په معیاري ډول نه دي تر سره شوي او همدا علت و، چې مالیاتي تېښتې، د نشه‌یي توکو، وسلو او نورو منع شویو توکو قاچاق ته زمینه برابره شوې وه او د دې پروژې په پلي کېدو سره به یادې ستونزې هوارې شي.

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر وايي؛ په ګمرکي بندرونو کې د معیاري سکنرونو لګولو پروژه یوه مهمه پروژه ده، چې په پلي کېدو سره به یې هېواد ته په قاچاقي ډول د منعه شویو توکو د وارداتو او صادراتو مخنیوی وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب