یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: د خپل امیر تابع یوو، د بل هیچا فرماېش نه...

ملا یعقوب: د خپل امیر تابع یوو، د بل هیچا فرماېش نه منو

تاند (شنبه، د اسد ۶ مه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، چې د طالبانو یو شمېر پلویانو په طالب رژیم کې د اصلاح غوښتونکي او نرم لوري په توګه تبلیغاوه، په یوه تازه وینا کې ویلي چې د خپل امیر ملا هبت الله تابع دي او د بل هیچا فرماېش نه مني.

نوموړي پرون د خپلو ځواکونو په یوه ستاینغونډه کې وویل: د بل هیچا فرمایشت د منلو وړ نه دي، یوازې موږ د خپل امیر په اطاعت کې یو. یوازې موږ د خپل ولس په خدمت کې یو. یوازې موږ د خپل هېواد مدافعین یو.

تر دې مخکې ملا یعقوب د څو ویناوو پر مهال ځینې نرمې خبرې کړې وې، چې پلویانو یې د طالبانو په منځ کې د انشعاب او سمون غوښتنې نښې ګڼلې وې.

د هغه تر څنګ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم ځینې وخت ورته خبرې لرلې، خو وروسته خبر ورکړل شو چې د طالبانو مشر ملا هبت الله دا او ورته نور چارواکي کندهار ته احضار کړي او له داسې خبرو د ډډې کولو خبرداری یې ورکړی.

که څه هم د طالبانو یو شمېر لابي کوونکي باور لري چې د دې ډلې زیاته برخه خلک د خپل افراطي مشر ملا هبت الله د ځپونکو کړنو خلاف دي، خو د طالبانو منتقدان بیا وایي چې طالبانو ته لابي کول بهرنۍ پروژې دي چې د عامه ذهنیت د مصروف ساتلو لپاره عملي کیږي او طالبان د دوی په وینا هیڅ توپیر نه سره لري.

8 COMMENTS

  1. د ملي خیانت یو ډول کار خپلو انډیوالانو ته سپارل دي . کله چې کار نا اهله ، بېسواده ، سرزورو کسانو ته سپارل کیږي ، د ملت او اولس غوښتنې ، لیاقت ، مسلک او استعداد په نظر کې نه نیول کیږي، دې عمله ته فساد ویل کیږي ، چې دا خپله ملي خیانت دی . مسلکي او په کار پوه کسان د اقتصادي او ټولنیز اړخه ځپل کیږي . دوی ځانونه حقیر او بېګانه احساسوي او په پای کې مجبوره کیږي چې له هېواده هجرت وکړي . ځوانان چې زمونږ کاري نیرو او قوت دی ، د افغانستان ملي سرمایه ګڼل کیږي . کله چې مسلکي کسان له هېواده وتلو ته مجبوره کیږي ، د مغزو فرارته زمینه برابري کیږي . په دې برخه کې حاکم نظامونه سل په سلو کې ملامت ګڼل کیږي .
    نجونې د ټولنې نیم نفوس تشکیلوي . که په 21 پېړۍ کې نورې دنیا ته وګورو اکثره تخنیکي او مسلکي خدمتونه د نجونو او ښځو له خوا پرمخ وړل کیږي . خصوصا : د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان ، طب ، فارمسي ، سوداګري ، خفیفه صنایع ، نظامی خدمتونه او … د نجونو او ښځو له خوا پرمخ وړل کیږي .
    نارینه معمولا په درنو ، سختو او مشقت لرونکو برخو کې لکه له هېواده دفاع ، ثقیله صنایعو او نورو کې مصروف دي .‎

  2. په مونږ او طالبانو کې لوی فرق همدا دی چې مونږ پر یو خدای د غیبو ایمان لرو او دوی په خپل امیر د غیبو ایمان لري.

  3. د چړۍ یعقوب کورني چې، په هغه کې د ده میرمن ماشومان او دوه میندي شاملي دي د کثیفستان د کراچی په ښار کې د ای آیس ای تر نظارت لاندي په یو مجلل انګړ کې اوسیږي. خیر د هیبتې ځناور په نامه خو څه نسته، په کندهار دوې امیر د ای آیس ای یو جنرال دي د کوم چې، چړۍ یعقوب اطاعت کوئ. اوس نو قضاوت په تاسو چې، اشغال تور وي او که سپین؟

    • د اميرالمومنين اطاعت واجب او لازم دى
      دا دکفر مزدوران او انسى شيطانان به هيڅکله دافغانانو او مجاهدينو طالبانو چه واقعى دوطن بچيان دي په درغو او پروپاګند خپل ناولى او شوم هدف ته ورسيږى

      • دا نا لیدلي امیر دی کورته بوځه ، او دا اطاعت یې په تا واجب دي. تاسو خو هسې هم د دغه کار عادتي یاستي. د هیبتې ځناورو پروژه له تقاعد سره مخامخ دي. د ٢٠٠١ کال په څیر به بیا شمالي لنډغرانو ستاسو له مړو څخه پرتوګونه اوباسئ. کاشکي ستاسو دا ناولي دښمني پښتنو ته نه پاتي کیدي. د تیر په څیره ګیري کلي او د خط پاکټ کې به یې مساجدو کې پریږدي

  4. سمهده چې ته خو به د خپل امير تابع يو، خو امير دې معلوم نه دی چې له چا نه هدايت او لارښوونه تر لاسه کوي؟
    د مړ په شان د بېګانه استخباراتو په خلته کې پروت دی. کله يې راوباسي او نور تل د هغوی په خلته کې پروت وي.

  5. یو هیبت یو ملا یعقوب وو
    د یعقوب ابا په سترګه باندې ړوند وو
    دی پنځه کلونه دلته حکمران وو
    حکمران څه چې امیر المو منین وو
    تا لیدلي ؟ چې معیوب وی او امیرالمومنین وی
    تا لیدلي ؟ چې مخ پټي دې هیبت وی
    بیا دې دلته د افغان مومن پر سرباندې، امیر المومنین وی

  6. د پنجابیو روزل شوۍ غلام چړی یعقوب خر قانی به هیڅکله ددی جرأت ونکړۍ شی چی د پنجابیو غلامی مقابل کښی خپل مخالفت ښکاره کړی ددی غلامو خیټورو سره افغانی غرور موجودیت نلری دا ملی خائینین د غلیسی امریکا په کومک د پنجابیو له خوا دوباره پر افغان ملت حکمران کړۍ شول او د غلیسی امریکا په امر نورو پنجابیو تنظیمونو او د غلیسی امریکا تربیه شوو تش په نامه دیموکراتانو دی تهدابی روزل شوو قادیانیو چړیانو ته افغانستان تسلیم کړ!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب