یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه ۱۲ ګمرکونو کې د ۱۱۳ میلیون ډالرو په لګښت سکنرونه نصب...

په ۱۲ ګمرکونو کې د ۱۱۳ میلیون ډالرو په لګښت سکنرونه نصب کېږي

تاند (شنبه، د اسد ۶ مه) د طالبانو حکومت له یوه خصوصي شرکت سره د افغانستان په ۱۲ بندرونو کې د سکنرونو د نصبولو قرارداد لاسلیک شو.

د باختر اژانس د راپور له مخې، دا قرارداد د مالیې وزارت او زبیر مصور خصوصي سوداګریز شرکت ترمنځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.

 د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو- ټلویزیون نن شنبه (د اسد ۶مه) په یوه خبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پانګونې د اسانتیا د رييس مولوي احمدضیا خالد په قول ویلي چې دا سکنرونه به د امنیت د لا ښه والي لپاره نصب شي.

د نوموړي په وینا د دغو سکنرونو پر نصبېدو ۱۱۳ میلیون ډالرو ډیر لګښت کېږي.

په راپور کې راغلي چې دا سکنرونه به د تورخم، حيرتان، سپين بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، نيمروز، خوست، پکتيا، اقينې، ابو نصر فراهي او شېرخان په بندرونو کې نصب شي.

د راپور له مخې، د سکنرونو د نصبولو پروژې کار به په دوو کلونو کې بشپړ شي او دوه زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر مولوي احمد ضیاء خالد د قرارداد د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل چې په تېر کې د معیاري سکنرونو د نشتون له امله ګمرکي خدمتونه په معیاري ډول نه ترسره کېدل چې له کبله یې مالیاتي تېښتې، د نشه يي توکو، وسلو او نورو منعه شویو توکو قاچاق ته زمینه برابره شوې وه.

خالد همدارنګه وویل چې په تېر کې د معیاري سکنرونو د نشتون له امله ګمرکي خدمتونه په معیاري ډول نه ترسره کېدل چې له کبله یې مالیاتي تېښتې، د نشه يي توکو، وسلو او نورو منعه شویو توکو قاچاق ته زمینه برابره شوې وه.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به یادې ستونزې هوارې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب