یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه سمنګان او پروان کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۵ کسانو...

په سمنګان او پروان کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (شنبه، د اسد ۶ مه) په پروان ولایت کې نن په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۹ تنه ټپیان شول.

په پروان کې طالب چارواکي وايي چې دا پېښه د جبل السراج ولسوالي په (پُل اشابه) سیمه کې وشوه.

د پروان د امنیه قوماندانۍ ویندوی فضل الرحیم مسکینیار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه هغه مهال وشوه چې له شینواري ولسوالي څخه چاریکار ښار ته روان فلاینګ کوچ له سړکه واوښت او چپه شو.

د ده په وینا په دې پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان شوي او د درملنې لپاره د چاریکار روغتون ته بیول شوي دي.

د دې پېښې دلیل د چلوونکي بې اخیتیاطي ښودل شوې ده.

له دې جلا د سمنګان ولایت د روبات کوتل په سیمه کې پرون جمعه په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي دي.

په مړو شویو کې دوې ښځې، درې نارینه او یو ماشوم شامل دي چې ټول د بلخ ولایت اوسېدونکي دي.

ځايي طالب چارواکو رسنیو ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا موټر له يوې لارۍ سره ټکر شو.

په وروستیو نژدې لسو ورځو کې شاوخوا ۴۰ تنه په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.

د اکثرو ترافیکي پېښو علت د لارو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي په ګوته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب