دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېدرید ټولنې نوی نسل او د ټکنالوژۍ اغېزې| نورالله ځدراڼ

د ټولنې نوی نسل او د ټکنالوژۍ اغېزې| نورالله ځدراڼ

 هره ټولنه د پرمختګ لپاره ورځ تر بلې خپل نوي نسلونه روزي او د ملتونو د سایلۍ لپاره په خپل ځان کې له هرې ممکنې لارې کار اخلي، دا سیالۍ د ابدیت ژوند او ښه پرمختګ لپاره وهي؛ د ولسونو د رضایت او مخکې تګ لپاره هر څه چې د وسې یې پوره وي کوي یې، د ټولنې مشران دې دا ډول خدمتونو په کولو سره ځان هوسا او لا نور ملاتړي پیدا کوي.

د هرې ټولنې د امید سترګې نوي نسلونو ته وي او لوی حساب پرې کوي، هر نسل له ځان سره بېلابېل بدلونونه او پرمختګونه لري چې د وخت په تېریدو سره عملاً رښتیني بڼه خپلوي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې زیات وګړي یې له فقر، بې وزلۍ او جګړې له امله د ټولنې د معاصرو امکاناتو څخه محروم پاتې دي.

په جګړه کې پېدا شوی ماشوم اوس د جګړې د لومړۍ کرښۍ ځوان لیدل کیږي؛ هر نوی ماشوم بلا ډېرې هیلي او امیدونه لري د ټولنې د پرمختګ او هوسیانې لپاره د ښوونځي پر لور خپل ګلالي قدمونه ږدي تر څو د ټولنې خدمتګار کس اووسي.

سره دې دومره ستونزو او کړاونو پر نوي نسل یوه اغېزه د نوي ټکنالوژۍ بلل کیږي چې افغانان یې په بې ساري ډول مصروف ساتلي دي.

مصرفیت د ژوند د مخته تګ لپاره مهمه او اړینه وسیله ده نو باید چې ځان مصروف خو د وخت ضایع یې نشو، اوسني ځوانان اتیا سلنه (%۸۰) یې په نوي ټکنالوژۍ عبث وخت تیروي پاتې شل سلنه(%۲۰) یې د ژوند د ضرورت لپاره ګټه ترې اخلي.

عبث پدې مانا چې بې ځایه او بې کاره انټرنیټي سایټونه کتل او تر ډېره وخت ورکول لویه ننګونه د نوي نسل لپاره ګڼل کیږي.
په اوسنۍ پېړۍ کې پرته له ټکنالوژۍ ژوند سخت او ستونزمن بلل شوی نو مجبورېږو چې سمه ګټه ترې واخلو؛ سمه ګټه اخېستل په څه مانا؟

ټوله ورځ په ساعتونو ساعتونو ګېم او د فسبوک کارول دا په ځوانانو کې د معاصرې ټکنالوژۍ د استعمال تر ټولو کم او کوچنۍ جز دی.

نوره نړۍ په اونۍ کې څو ځله د نوي ټکنالوژۍ نوي بدلونه او په دغه بهیر کې د مخته تګ له اغېزې نورو کارونو ته اړ ویستل کیږي او د لا نورو زده کړو کوښښونه کوي، خو دلته دا ټول کارونه سرچپه تعبیر شوي.

لا هم په دې ټولنه کې اکثریت وخت ته په ډېر تنګ نظر قایل دي؛ تر څو چې زهنیت سازي او شعوري کار ونه شي ستونزمنه ده چې نوی نسل دې دومره زر د درد دوا وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب