چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeمقالېدرید ایران انتقام | ولي خان کارند

د ایران انتقام | ولي خان کارند

د جمعې په ورځ د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا د متحده ایالاتو له حملي وروسته چې په نتیجه کې یې د ایران د قدس مڅواک قوماندان قاسم سلیمانی ووژل شو په سیمه کې کړکېچ اوج ته رسولی، ایران امریکا ته د انتقام ګوتڅنډنه وکړه چې له امله یې نه یوازې په سیمه کې موجودو امریکایي ځواکونو د تیارسۍ حالت غوره کړ بلکې په سیمه ییزه کچه یې د امریکا متحدین لکه سعودي عربستان او اسرائیل تیارسی کړل څو د ایران د ممکنه بريدونو په وړاندې له خپلو ګټو او هیوادونو دفاع وکړي.

 که جګړه پېښه شي ایران څه کولی شي؟ د امریکا متحده ایالات څه ډول د ایران په وړاندې عکس العمل ښودلی شي؟ او د جنګ دپېښېدو څومره امکان شته؟ په لیکنه کې به هڅه وشي دې سوالونو ته ځواب ومومو.

لومړی: تصور نه کیږي چې ایران د قاسم سلیماني د انتقام لپاره د امریکا له متحده ایالاتو سره کامله جګړه پیل کړي ممکن دوی هڅه وکړي په یو ډول سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو او د دوی د ملاتړو ګټې د هغو ډلو په ذریعه وننګوي چې د ایران په نیابت جګړه کوي د مثال په ډول په عراق کې د شیعه ملیشو په ذریعه چې دوی د داعش په وړاندې حمایه کولې. دا ډلې به ښايي ځینې امریکایي تاسیسات په نخښه کړي چې په دې صورت کې هم د ټرمپ د ټويټ په استناد ایران د امریکا  نظامي هدف ګرځیدلی شي په دې صورت کې د دې خطر زیات دی چې امریکا په ایران مستقیم بریدونه وکړي.

 په یمن کې حوثي یاغیان چې د ایران ملاتړ ورسره دي ممکن د تیر په څیر د سعودي عربستان د تیلو تنصیبات او هوایي ډګرونه وولي. همداسې به په لبنان کې د حسن نصرالله په مشرۍ د حزب الله ډله او په  فلسطین کې د حماس جهادي ګروپونه به دې ته وهڅول شي چې په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو په مهم اتحادي اسرائیل بریدونه ترسره کړي چې د دې یادونه ایراني چارواکو په خپلو بیانونو کې هم کړې ده. پر دې ټولو سربېره ایران به کوښښ وکړي چې په افغانستان کې له ایران پلوه طالب ګروپونو سره خپله همکاري زیاته کړي او د فاطمیون او طالب په اتحاد سره به کوښښ وشي چې د ایران پلوه طالبانو لیکو ته  د افغانستان په غربي او جنوب غربي سیمو کې پیاوړتیا وروبښي.

دوهم: ایران به د جنګ د پېښیدو په صورت کې هڅه وکړي چې په سمندر کې د ماینونو په خورولو سره د هرمز تنګي لار د بېړیو په مخ وتړي په دې کار سره ایران کولی شي نړۍ ته د(۳۰٪) تیلو صادراتو چې له هرمز تنګي تیریږي بند کړي د ماینونو ترڅنګ ایران د خپلو ۱۵ سمندري اوبتلو په ذریعه چې ۱۲ یې خپل  او ۳ د روسیې تولید دي په هرمز تنګي او خلیج کې د امریکا او د دوی د ملاتړو هیوادونو د بېړیو تګ راتګ ودروي.

دریم: په کامله جګړه کې به ایران له خپلو(فارس) سوپر سونیک توغندو څخه استفاده وکړي او هڅه به یې دا وي چې په فارس خلیج کې موجودې امریکایي بېړۍ په نخښه کړي. همدارنګه د کوچنیو بیړیو په ذریعه به پر ځینو لوژیستیکي امریکایي بیړیو چې له بحرین به د امریکا سمندري ځواک ته اکمالات کوي ځان وژونکې حملې ترسره کړي.

څلورم: که څه هم د امریکا هوایي ځواک په نړۍ کې سیال نه لري ولې په ایران د حملې په صورت کې به د ایران له (ایف- ۱۴) ټام ګیټ طیارو سره مخ وي د ایراني کارپوهانو په وینا نوموړې طیارې د امریکا د متحده ایالاتو له پنځم نسل طیارو یعنې (F35) سره په سرعت کې سیالې دي له دې علاوه د ایران په هوایي ځواک کې (Mig-29) روسي  الوتکې لري چې د امریکا د(F-15 او F-16) الوتکو معادل دي. دا روسۍ الوتکې د ایراني (نصر۱) توغندو د انتقال او ویشتلو توان لري .

امریکا به له ایران سره د جنګ په صورت کې لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر دونلدترمپ په خپل ټویټر کې ورته اشاره کړې له (B-52) ډوله الوتکو کار واخلي چې د ډېرو او مختلف الانوعه بمونو د انتقال وړتیا لري د دې ترڅنګ په سیمه کې د امریکا (F-15) الوتکې شته چې په هر ډول اقلیمي شرایطو حتي د شپې په تیاره کې هم خپل هدف په نښه کوي. په سیمه (خلیج فارس) کې د امریکا د الوتک وړونکې بېړۍ (یو، ایس، ایس، جان سی ستینیس) شتون د امریکا نظامي حضور پیاوړی کوي نوموړې بیړۍ د الوتکو د انتقال ترڅنګ د امریکا د مزائیلو په دفاعي سیستم (پاټریاټ) سمباله ده چې په اسانه د ایراني توغندو او الوتکو دفاع کولی شي.

د جنګ د پيلدو په صورت کې امریکا کولی شي په سیمه کې اضافي (۱۲۰) زره عسکر ځای په ځای کړي همدامهال د متحده عربي اماراتو په الظفره هوایي ډګر کې پر (Marine) ځواکونو علاوه (F-35) الوتکې لري، د قطر په العدید هوایي ډګر کې د امریکایي ځواکونو (Central Command headquarter) موجود دې چي (۱۰) زره امریکایي عسکر پکې میشت دي له قطر سره په خوا کې د (Arifjon) په هوایي اډه کې (۳۵۰۰) عسکر لري چې په پوره هوایي ځواک سمبال دي له دې ورها خوا په بحرین کې د امریکا  دمتحده ایالاتو د سمندري ځواکونو (Central command) شتون لري چې له همدې ځایه سمندري ځواکونو ته لوژیستیک کوي که چېرې د امریکا متحده ایالات د عراقي پارلمان له خوا شوي فیصله نظر انداز کړي چې په اساس به یې امریکایي ځواکونه د عراق له خاورې ووځي د عراق په داخل کې د ایران سره په پوله (۵۵۰۰) ځواکونه د بغداد، الانبار، دهوک او اربیل په هډو کې ځای په ځای شوي په سیمه کې له افغانستان پرته چې د امنیتي تړون په بنسټ د بل هیواد په ضد یې هډې نشي کاریدلی د ترکمنستان، قرغیزستان پوځې اډې او د پاکستان خاوره چې د یمن په جګړه کې  داتحادي فوځ ملګری وو د ایران خلاف کاریدلي شي.

د  دې دواړه هیوادونو ترمنځ د جنګ د پيښيدو په صورت کې نه یوازې دا چې د افغانستان دننه نیابتی جګړې شدت پیدا کوي بلکې د افغانستان تجارت ته چې په وروستیو کلونو کې یې له ایران سره حجم ۲ ملیارد ډالرو ته رسیدلی او د پاکستان په خلاف یوه بدیله او تجارتي لار ده هم زیان اړوي له دې ټولو سربېره د دې امکان زیات دی چې پاکستان ته د امریکا له لوري په سیمه کې کردار وسپارل شي او هغوی له دې فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې خپلې موخې تعقیب کړي. دا چې  ایران به د دومره محاصرې او په سیمه کې د امریکا د پراخ نظامي حضور باوجود څه ډول اغچ اخیستونکی قدام وکړي راتلونکی به یې معلوم کړي ولې ایران به هیڅکله هم امریکا ته چانس ورنه کړي او د انتقام داسې عمل به ترسره نه کړي چې د صدام حسین د عراق په برخلیک اخته شي.

2 COMMENTS

  1. لمړی خو زه هیڅ فکر نه کووم چه د ایران لخوا به کومه حمله وشی، او که چیرته جګړه شروع شی نو چون دا به دافغانستان په شان چریکی جنګ نه وی، بلکه دا به د دولتونو جنګ وی، چه په دغه ډول جنګ کی الوتکی، اوبتلونه او عسکر په درد نه خوری، مثلاً
    کوم ۵۲ هدفونه چه د ټرمپ لخوا یی یادوری شویده، ګومان کوم چه امریکا به دغه حملی د زروی الکترونیکی راکیټو نو او ډرون حملو په طاقت کوی. او شاید دایران ټول سمندري اوبتلونه، ټولی جنګی الوتکی، اټومی بټۍ، اس – ۳۰۰ روسی هوایی مزایل، ټولی جنګی بیړۍ ، جنګی لوړپولی افسران او کیدای شی دحزب الله په شمول اونور ورته وسایل او خلک ورته په نښه کړی. او شاید دغه ډول جنګ شاید پنځه دقیقی وخت ونیسی.
    د امریکا، روسی، چین، فرانسی او انګلستان جنګ د اوس لپاره کامپیوتری رهبری سیستم ته اوښتی دی.
    والسلام

  2. لمړی خو زه هیڅ فکر نه کووم چه د ایران لخوا به کومه حمله وشی، او که چیرته حمله یا جګړه شروع شی نو چون دا به د افغانستان په شان چریکی جنګ نه وی، بلکه دا به د دولتونو جنګ وی، چه په دغه ډول جنګ کی الوتکی، اوبتلونه او عسکر په درد نه خوری، مثلاً
    کوم ۵۲ هدفونه چه د ټرمپ لخوا یی یادوری شویده، ګومان کوم چه امریکا به دغه حملی د زروی الکترونیکی راکیټو نو او ډرون حملو په طاقت کوی. او شاید دایران ټول سمندري اوبتلونه، ټولی جنګی الوتکی، اټومی بټۍ، اس – ۳۰۰ روسی هوایی مزایل، ټولی جنګی بیړۍ ، جنګی لوړپولی افسران او کیدای شی دحزب الله په شمول اونور ورته وسایل او خلک ورته په نښه کړی. او شاید دغه ډول جنګ شاید پنځه دقیقی وخت ونیسی.
    د امریکا، روسی، چین، فرانسی او انګلستان جنګ د اوس لپاره کامپیوتری رهبری سیستم ته اوښتی دی.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب