جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېدریپه ښه حکومتولۍ کې د سالمو ادارو  رول| نورمحمد ثاقب

په ښه حکومتولۍ کې د سالمو ادارو  رول| نورمحمد ثاقب

دولت/حکومت مصنوعي شخصیت دی، چې د انسان په ټولنیز ژوندې کې په ورځیني توګه د انسانانو سره معاملې کوي. ټولنې ته د بېلا بېلو خدماتو د چمتوکولو او وړاندې کولو مسولیتونه پر غاړه لري. دغه مصنوعي شخصیت په ښه او بد نوم ټولنه کې یادیدی شي. که حکومتي انځور د ولس په منځ کې پياوړی وي او په ښه نوم یادیږي نو منعا یې دا ده، چې ښه حکومتداري حضور لري. د ټولنې د وګړو په منځ کې د ښې حکومتدارۍ  انځور لرل د حکومت پياوړتیا لپاره بې شمیره فايدې لري، چې د باثباته حکومتدارۍ په جوړولو کې ستر رول لوبولی شي. له بله اړخه افغاني ټولنه په نننیو وخیمو حالتو کې د ښې حکومتدارۍ رامنځ ته کولو لپاره ډیر ضرورت لري. په دې برخه کې د هر افغان فرد لومړنی مسولیت جوړیږي او اړینه ده، چې د بېلا بېلو میتودونو او مسلکونو څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې شپه او ورځ په مخلصانه توګه د توان مطابق کار وکړي. 

د اساسي قانون له مخې د هېواد ټول وګړي سره برابر دي. هېڅ وګړی، بل وګړی د هېڅ ډول تبعیض ښکار کولای نشي. هر څوک، نارینه او ښځینه د ښې حکومتدارۍ په جوړولو کې د پام وړ رول لوبولی شي. د ښې حکومتدارۍ د پياوړتیا لپاره د ټولنې وګړي په رسمي چوکاټ او په غیر رسمي چوکاټ کې کار کولای شي. نو پکار ده، چې وخت ضایع نه کړل شي. د ښې حکومتدارۍ فکرونه مو باید وسعت وکړي او د بدلونونو لپاره لاس په کار شو. ښه چې داسې ده، نو بیا څه ډول حکومتدارۍ ته ښه حکومتداري ویلای شو؟ ښه حکومتداري څنګه منځ ته راتلی شي؟

پورته پوښتنو ته په کتو سره ښه حکومتداري هغه ده، چې:

  1. د ټولنې د وګړو هر ډول حقوق پکې خوندي وي. 
  2. انسانان پکې ځانونه آزاد، راحت او ډډمن احساس کړي. 
  3. د انساني پرمختګ لپاره د ټولنیزو ستونزو د حل لټون په بشپړ اخلاص سره کوي. 
  4. انسان ته اقتصادي، سیاسي، ټولنیزه پياوړتیا ورکوي.
  5.  فساد له منځه وړي. 
  6. د جرمونو کچه ټيټوي.
  7.  د انسانانو لپاره د لومړنیو ضرورتونو په چمتو کولو کې بریالۍ وي.
  8.  د بهرنیو هېوادونو سره اغيزناکې سیاسي اړیکې ولري. 

د ۱۵ کلنې اداري تجربې په ترڅ کې رامعلومه شوه، چې غوره حکومتوالي د سالمو ادارو په شتون پورې تړاو لري.

  1. ښه حکومتداري په هغه صورت کې راتلی شي، چې د اداري پرمختګ لپاره د عصر د غوښتونو مطابق سیستمونه په هره اداري برخه کې ایجاد شي. 
  2. وړ کادرونه په اداري سیستمونو کې ځای پر ځای شي، خاصتآ لوړ رتبه بستونو لپاره داسې ګومارنه لازمي ده، چې د مدیریت او رهبریت دواړه وړتیاوې ولري او په دې پوی وي چې په کومو حالتو  کې څومره فیصده د دیموکراتیک لیډرشیپ طرز وکاروي او کومو حالتو کې څومره فیصده د استبدادي(Autocratic) لیډر شیپ طرز وکاروي.
  3. هر اداري کارونکی د خپل اړوند بست/چوکۍ په لرلید، اهدافو، موخو، مقصدونو، ارزښتونو او طرزالعملونو باندې په بشپړ توګه پوی وي. 
  4. په ادارو کې د بدلون روحیه پياوړي وي. او  د ادارو په دریو واړو برخو لکه ټکنالوژيکي/مراحلو، جوړښتي او  د کلتوري/سلوک طرز بدلونونو راوستل جریان ولري ترڅو خدمات کیفیتي( آسانه، چټک او  هر ځای د لاس رسي وړ) وګرځي.
  5. ادارې یې د ټولنې د ضرورتونو د پوره کولو، د ستونزو د حل موندلو او د فرصتونو د استفاده کولو په موخه د پروګرامونو او پروژو د ډيزاین کولو او تطبیق کولو ظرفیتونه ولري. 
  6. د منابع بشري څانګې يې ډیرې موثرې وي ترڅو د کارکونکو د تریننګونو او رشد اغېزمن پروګرامونه پرمخ وړلی شي. 
  7. ګام په ګام د نوي ټکنالوژیو څخه د کار اخیستلو بدلون یې دوام ولري.

پورته ټولې څرګندونې د ادارو له خوا د عامه خدماتو وړاندې کولو په کیفیت پورې اړه لري. باکیفیته عامه خدمات وړاندې کول د ښې حکومتوالۍ په ترویج کې فوق العاده رول لري. نو په دې اساس افغان دولت ته مو وړاندیزونه دا دي، چې د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره سالمې ادارې رامنځته کړي ترڅو ولس ته د قناعت وړ خدمات وړاندې کړي. سالمې ادارې د پورته څرګندونو  په پام کې نیولو سره رامنځ ته کیږي. 

د آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیز کمیسیون ښه حکومتداري په یوه مقاله کې په لاندې توګه بیان کړی ده. ښه حکومتولي اته  لوی خصوصیات لري، چې برخه اخیستنه، د قانون حاکمیت ، روڼوالی/ شفافیت، ځواب ویونکی ، د اتفاق پر اساس ، مساوات او ټول شموله دي، چې د قانون حاکمیت تعقیبوي، موثریت او مثمریت، حساب ورکونکي. ښه حکومتوالي ډاډ ورکوي چې فساد کم شوی، د اقلیتونو نظریات په پام کې نیول شوي او همدارنګه په ټولنه کې د حال او راتلونکي ضرورتونو ته ځواب ویونکی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب